۸صبح، کابل: د افغانستان بانک کابل ته د مرستو یوې ۴۰ میلیون ډالري جوپې له رسېدو خبر ورکوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چهارشنبه غرمه مهال د وږي پر ۳۰ یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه مرستې د ملګروملتونو سازمان د نقدي مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته لېږل شوې دي.
د افغانستان بانک د مرستو د دغې جوپې له ورلېږلو هرکلی کړی او له نورو برخو سره یې د تعامل غوښتنه کړې ده.
په روانه میاشت کې دا د ۴۰ میلیون ډالري مرستو څلورمه جوپه ده، چې افغانستان لېږل کېږي.