۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې ښايي په افغانستان کې له اړمنو سره د ځينو توکو مرسته بنده شي.
اوچا یکشنبه د غويي پر ۱۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اپریل او جون ترمنځ د سرپناه، روغتیايي او خوراکي توکو، تغذیې، ساتنې او پوهنې ځیني اړینې سرچینې د پرې کېدو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي بنسټ، په افغانستان کې د ځينو مرستو د کمېدو لامل د بودیجې کمی یاد کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د روان زېږدیز کال له اپريل څخه تر جون پورې د زدهکړو لپاره ۶.۹ میلیون ډالر، د غیرخوراکي توکو او بېړنۍ سرپناه لپاره ۱۲.۷ میلیون ډالر، د خوړو خوندیتوب او کرنیزې برخه کې ۵۴.۲ میلیون ډالر، د روغتیا لپاره ۹.۹ میلیون ډالر او د تغذیې لپاره ۳۶.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، څو په خبره یې، په هېواد کې د اړمنو اړتیاوې پرې پورې شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې په نورو برخو لکه له ماشومانو د ملاتړ، د څښلو پاکو اوبو، روغتیا او نورو برخو کې هم د بودیجې له کمي سره مخ دي.
د اوچا د شمېرو په حواله، سږ میلادي کال کې به څه باندې نیمايي افغانان په یو ډول بشردوستانه مرستو ته اړ وي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د بودیجې له کمښته خبرداری ورکړی و.