۸صبح، بامیان: بامیان کې ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو یوه غړي په دغه ولایت کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ تښتولې ده.
بامیان کې یوه ځایي سرچینه چهارشنبه د وږي پر شپاړسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د سید تقي علوي په نوم یوه طالب د نمبر ۲ یکاولنګ ولسوالۍ له سولیج کلي څخه یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د واده کولو په نیت تښتولې ده.
د سرچینې په وینا، سید تقي علوي ۴۰ کاله عمر لري او د دایکندي ولایت د سنګ تختوبندر ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
سرچینه وایي، چې سید تقي علوي د طالبانو له خوا د بامیان په مرکز کې نیول شوی دی.
خو په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني د دغه خبر په ردولو سره وايي: «دا یوه اوازه ده او حقیقت نه لري.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره د عمر په لوړ توپیر د جبري ودونو پېښې زیاتې شوې دي.