۸صبح، کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي چې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې ښځې ډېرې زیانمنې او اړمنې کړې دي.
یواېناېچسيار دغه څرګندونې شنبه د غويي پر ۸مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت د رسنیو له پوښښه لیرې او لا هم کړکېچن دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته ښځې له زدهکړو او کار څخه بې برخې کړې دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام نن اعلان کړی چې په افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه خلک خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کوي.
دا مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن په مالي مرسته وړاندې کېږي.
تر دې دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې سږکال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.