طالبانو د تېرو نږدې درېیو کالو په موده کې په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ښځې په بېلابېلو تورونو بندیانې کړې دي. د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې د طالبانو په جزايي نظام کې د عادلانه محاکمې خلاف ټولې بندیانې له سپکاوي، ربړونې او ځورونې سره مخ شوي او ان پر ځينو یې جنسي تېری شوی دی. طالبان په ډېرو ولایتونو کې په جلا ودانیو کې د ښځينه بندیانو لپاره بندخونې نه لري او د نارینه وو د زنداندانو یوه برخه یې ښځو ته ځانګړې کړې ده. دې ډلې د ښځینه بندیانو لپاره د جلا ودانې د نه لرلو ترڅنګ، بندیانې په لفظي، جسمي او روحي ډول ځورولي دي. په دغه راپور کې دوو ښځو منلې چې د طالبانو لخوا پرې جنسي تېری شوی او پر نورو ښځو د تېري شاهدانې وې. یوه ښځه چې د څرخي پله له زندانه ازاده شوې وايي چې په زندان کې د ناوړه روغتیايي حالت له کبله یې سر له سپږو ډک شوی و او په وینا یې، په دغه زندان کې هېڅ ډول روغتیايي اسانتیاوې په ځانګړې ډول د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال نشته. دغه راز، په بدخشان کې یوه باوري سرچینه ادعا کوي چې ځيني طالب چارواکي ښځينه بندیانې چې د هغوی په وینا «لوړه ونه ولري او ښکلې» وي د شپې لخوا ځان ته ورغواړي او سهار یې بیرته زندان ته لېږي. په روزګان کې هم د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې کله ښځې نیول کېږي کندهار زندان ته تر لېږلو پورې د دغې ډلې د چارواکو په کورونو کې ساتل کېږي.
طالبانو په تېرو نږدې دوه نیم کالو کې یو شمېر ښځې په بېلابېلو تورونو په خپلسري توګه توقیف کړې دي. دغې ډلې د صحرايي محاکمو او په عام محضر کې پر دُرو د ښځو له وهلو سربېره، سلګونه ښځې او نجونې د یوه ناعادلانه بهیر له لارې د طالبانو له مخالفو جبهو او داعش سره د همکارۍ، زنا او د دغې ډلې په وینا، له نامحرمه نارینهوو سره د ټيلفوني اړیکو نیولو له کبله بندیانې کړې دي.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو په نظارت خونو او زندانونو کې د توقیف پرمهال تر جنسي تېري لاندې راغلې دي. هغو نجونو او ښځو چې د طالبانو له خوا د بندي کېدو او نیول کېدو تجربه لري ادعا کوي چې له هغوی سره د زندان ساتونکو او د دغې ډلې چارواکو چلند زیږ او ناانساني و.
د زنداني شویو ښځو د څرګندونو پر بنسټ، طالبان په نظارت خونو کې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له تورنو غواړي چې ځانونو لوڅ لپړ کړي او که له دې امره سرغړونه وکړي، سختې ربړول کېږي، داسې چې په وینا یې، ان پر جنسي غړو یې ګوزارنه کیږي.
په دې راپور کې د څلورو بندۍ ښځو او د بندیانو له دوو خپلوانو سره چې د تورنو د نسبتي دوسیو چارو د بشپړاوي تجربه لري، خبرې اترې شوې دي. د راپور موندنې ښيي، هغه پېغله چې تېر زېږدیز کال یې مړی د کابل ښار د ارغندۍ چوک په یوې ویاله کې موندل شوی و، د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه په پام کې نیولو په تور نیول شوې او له تېري وروسته وژل شوې وه.
د سرچینو د ادعاوو له مخې، د دغې نجلۍ مور او پلار د سپیناوي په موخه د طالبانو بنسټونو ته له تللو وروسته لادرکه شوي او په وینا یې، تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی. طالبانو ۲۳ کلنه بيبي مارینا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ پر ۲۸مه د دیارلسمې ناحیې اړوند د نانوايي او برچي سیټيسنټر ترمنځ تمځای کې د دغې ډلې د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور ونیوله. مارینا پر دې سربېره چې خیاطه وه، د فارابي روغتیايي انسټيټوټ محصله هم وه او څه باندې ۲۰ ورځې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړې چې وروسته یې مړی په یوې ویاله کې اچول شوی و.
هغه خوشې شوې بندیانې چې په دې راپور ورسره چې خبرې شوې دي، د طالبانو له محبسونو او نظارت خونو ترخې او دردوونکې کیسې لري. دا ښځې وايي چې د یو ناعادلانه بهیر له لارې او په نه خبره بندیانې شوې وې.
یو شمېر بندیانې شوې ښځې وايي چې د عادلانه محاکمې د پړاوونو له بشپړېدو او مدافع وکیل له لرلو پرته زنداني شوې وې او په بندخونو کې یې ناوړه خوراکي او روغتیايي حالت تېر کړی دی. هغوی وايي چې د ناوړه روغتیايي وضعیت ترڅنګ، د زندان د ساتونکو پیغورونه او ښکنځلې یې ځوروي او تر مرګه به یې هېرې نه شي. یو ښځينه بندۍ چې له څرخي پله زندانه ازاده شوې وايي چې له زندانه تر خلاصېدو وروسته یې چې کور کې وېښته ږمنځول، له سپږو ډک و.
د راپور موندنې ښيي، چې په ځينو نظارت خونو کې د نارینهوو له تشنابونو ګډه ګټه اخیستل کېده. پر دې سربېره، ښځينې بندیانې وايي چې په یوې خونه کې چې باید دوه یا درې کسان ژوند وکړي، د طالبانو په بندخونو کې له ۸ تر ۱۰ کسان اوسېږي.
په دې راپور کې په بدخشان، بلخ، سمنګان، روزګان، کابل، غزني او مېدان وردګ کې د ښځينه بندیانو وضعیت ارزول شوی دی. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې ښځې په بېلابېلو تورونو نیول شوې او ځينې یې د دغې ډلې د محکمو له لوري بېګناه پېژندل شوې دي. ازادې شوې ښځې وايي چې د بېبنسټه تورونو له مخې بندیانې شوې وې چې له کبله یې د هغوی او د کورنیو ټولنیز باور ته زیان رسېدلی او په وینا یې، هغه لګښتونه به یې څورک ورکړي چې د سختې بېوزلۍ او تنګسې پر مهال یې کړي؟
په بدخشان کې د ښځينه بندیانو حالت
د راپور موندنې ښيي، چې دمګړۍ د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار په زندان کې ۷۹ ښځې بندیانې دي. معلومات ښيي چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې ښځينه بندخونې نشته. هغه ښځې چې د طالبانو لخوا تورنې پېژندل کېږي له توقیف وروسته د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو په نظارت خونو کې ساتل کېږي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د بدخشان له یفتل (بالا او پایین) ولسوالۍ پرته د ښځو لپاره ځانګړې نظارت خونې نشته؛ خو په نورو ولسوالیو کې بیا یوه کوټه د نظارت خونې په نوم ده چې بندۍ د ضمانت پېدا کولو تر مودې یا د ولایت مرکز ته تر لېږد پورې دوه یا درې ورځې پکې تېروي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د بدخشان د ټولو ولسوالیو په نظارت خونو کې روغتیايي خدمتونه او لومړنۍ اسانتیاوې نشته. له دغه ولایته د ۸صبح موندنې ښيي چې د بدخشان د امنیه قوماندانیو په نظارت خونو کې ښځې د اوبو او تشنابونو د نشتوالي له کبله په ګډه د نارینهوو له تشنابونو ګټه اخلي.
په بدخشان کې طالبان د قوماندانیو په جنايي څانګو کې یوه نظارت خونه لري او کله چې ښځې نیول کېږي له توقیف وروسته د قوماندانۍ نظارت خونې ته او له هغه ځایه بیا اړوند بنسټ ته لېږل کېږي.
په بدخشان کې د ښځينه بندیانو د دوسیو ارزونه ښيي چې ډېرې ښځې له نکاح د پرته اړیکو په تور نیول شوې دي. دغه راز، یوه ښځه بیا په فیض اباد ښار کې د امر باالمعروف او نهې عن المنکر محتسبانو ته د سپکاوي په تور زنداني شوې ده.
د زنا او له کوره د تېښتې ترڅنګ، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې ۱۵ ښځې او نجونې د دغې ډلې د خوښې وړ حجاب نه مراعاتولو او سپکاوي په تور نیول شوې دي. دغه راز، په بهارک ولسوالۍ کې یوه ښځه بیا له یو طالب سره د ټيلفوني اړیکې او باج اخیستلو په تور نیول شوې ده.
دوه ښځې بیا په یاوان ولسوالۍ کې نیول شوې دي چې تر اوسه یې تور څرګند نه دی؛ خو دغو ښځو پخوا د پولیسو په لیکو کې دنده لرله. طالبانو د دغو ښځو د نیولو لامل په ډاګه کړی نه دی او له کوم تور پرته په بند کې ساتل کېږي. دغه راز، یوه ښځه په یفتل پایین ولسوالۍ کې د یو طالب د وژنې په تور زنداني شوې او د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې دوه ښوونکې بیا د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه په پام کې نیولو ته د نجونو او ښځو د هڅولو په تور نیول شوې دي.
ورته مهال، باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې تورنې او په مخدره توکو روږدې ښځې په یوه ځای کې ساتل کېږي. د سرچینو په خبره، چې د دغه زندان مسووله یا د سرچینو په خبره، د امن خونې مسووله چې یوه ښځه ده، له مېرمنو سره ناوړه چلند کوي او هغوی ته سپکې سپورې وايي.
سرچینې زیاتوي: «بله ډېره وحشتناکه او ناوړه مسأله بیا دا ده چې د امر باالمعروف کمېټې ترڅنګ ځينو ځايي طالب چارواکو د دغه زندان له مسوولې غوښتي چې که داسې زندانیانې لري چې ځوانې وي د شپې لخوا دې دغو طالب چارواکو ته ولېږي.»
دا سرچینې وايي: «یو سیمهییز طالب چارواکي ویلي که د شپې وکړای شې موږ ته یې راولېږې[بندیانې ښځې] رنجر درلېږو څو دانې یې راولېږه چې قد و قامت ولري، ښایسته وي موږ ته یې غوره کړه یوه شپه یې موږ ته وسپاره او سبا یې بېرته تاسې ته درسپارو.»
د بلخ په ښځينه زندان کې د ښځو وضعیت
د راپور موندنې ښيي چې دمګړۍ د مزارشریف په مرکزي زندان کې ۱۰۲ ښځې بندیانې دي. دا زندان د مزارشریف ښار د لومړۍ ناحیې پورې اړوند سیمه کې دی او د بلخ په ۱۴ ولسوالیو کې د ښځینه بندیانو لپاره ځانګړې ودانۍ نشته او یوازې د دغه ولایت د امنیه قوماندانیو په نظارت خونو کې یوه کوټه د ښځو د ساتلو لپاره ټاکل شوې ده.
د بلخ له ولسوالیو ترلاسه شوي معلوماتو ښيي چې توقیف شوې ښځې له ۲۴ ساعتو تر دوو ورځو په موده کې د مزارشریف مرکزي زندان ته لېږدول کېږي. د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ډېری ښځي د نارینه طالب ځواکونو لخوا توقیف کېږي او ډېری وخت د ښځو د نیولو پر مهال هېڅ مېرمن نه وي.
د معلوماتو له مخې، په بلخ کې ډېری ښځې بیا د طالبانو له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور نیول شوې دي. دا بندیانې عدالت، عادلانه محاکمې او له کورنیو سره کتنې ته لاسرسی نه لري او ډېر کم بندیان بیا له خپلو کورنیو سره د کتنې کتو اجازه پېدا کوي.
په بلخ کې سرچینې د دغه ولایت د ښځینې بندخونې روغتیايي حالت ناوړه بولي. د هغوی په خبره، د بندیانو خواړه مناسب نه دي او په زندان کې پاکۍ ته پام نه کېږي. د سرچینو د څرګندونو له مخې، په نظارت خونو کې ښځې له ناسم چلند سره مخ کېږي او په زندان کې بیا د نیولو او توقیف بهیر پرتله نه ځورول کېږي؛ خو په وینا یې، له زنداني شویو ښځو ناوړه ګټه اخیستنه شته او په دې برخه کې د طالبانو هېڅ بنسټ نشته چې د ښځو غږ واوري.
یو شمېر خوشې شوې بندیانې هم مني چې که په زندان کې هر ډول «جرم او جنایت» وشي په وینا یې، څوک یې پوښتنه نه کوي. د هغوی په خبره، طالب چارواکي بندۍ ښځو ته د بدکارو او مریۍ په سترګه ګوري او له همدې کبله د زندان له ساتونکو او د دغې ډلې له ځواکونو یې شوی شکایت نه مني.
له بلخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې یو شمېر ښځو د طالبانو له زندانه تر ازادېدو وروسته ځانوژنه کړې ده. د بلخ مرکز مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر ۱۲مه یوې پيغلې ځانوژنه کړې ده. هغه د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه مراعاتولو په تور نیول شوې وه او مړی یې پنځه ورځې وروسته د بلخ ولسوالۍ د «کول امبوي» په سیمه کې چې طالبانو پورې اړوند یو پوځي مرکز دی، وموندل شو. سرچینو منلې چې پر دې نجلۍ جنسي تېری شوی او وروسته په ډزو وژل شوې ده.
د غزني د ښځينه زندان حالت او د بندیانو شمېر یې
په غزني کې هم د ښځو لپاره ځانګړې زندان نشته. د دغه ولایت د مرکزي محبس یوه برخه ښځینه بندیانو ته ځانګړې شوې ده او دا زندان د غزني ښار اړوند په کوهباد سیمه کې دی. دمګړۍ په دغه محبس کې ۱۵ ښځې بندیانې دي. دا ښځې په زنا، له کوره په تېښتې او په وژنه کې د لاسلرلو په تورونو بندیانې شوې دي. موندنې ښيي چې دا زندان ډېرې کم روغتیايي خدمتونه لري او ډېر لږ بندیان بیا له خپلو کورنیو سره د لیدلو چانس پېدا کوي.
د غزني په ولسوالیو کې زندان نشته او ښځينه بندیانې له توقیف وروسته د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو په نظارت خونو کې ساتل کېږي او د نسبتي دوسیو تر ارزولو وروسته بیا د غزني مرکزي زندان ته لېږدول کېږي.
موندنې ښيي چې په غزني کې د ښځو د ساتلو لپاره د ۱۸ ولسوالیو له ډلې یوازې د دغه ولایت په جاغوري، مالستان او قرهباغ ولسوالیو کې نظارت خونې شته او په نورو ولسوالیو کې بیا د نیول شویو ښځو لپاره هېڅ ځای نشته.
په میدانوردګ کې د ښځينه زندان وضعیت او د بندیانو شمېر
له میدانوردګه د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې ښځينه محبس نشته؛ خو د میدانښار د مرکزي زندان په ودانۍ کې د ښځينه بندیانو لپاره یوه ځانګړې ودانې شته. اوسمهال په دغه محبس کې شپږ ښځې بندیانې دي چې یوه یې په وژنه او پنځه نورې یې د زنا په تور بندیانې شوې دي.
د دغه ولایت د سېداباد او د بهسودو اولې حصې ولسوالیو کې یوه یوه کوټه د ښځينهوو لپاره د نظارت خونې په توګه کارول کېږي؛ خو په جلریز، نرخ، چک، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې ښځينه بندخونې یا نظارت خونې نه شته. د میدانوردګ په نظارت خونو کې بیا سمو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی او د طالبانو ناسم او تاوتریخجن چلند د لویو ستونزو په توګه یادې شوې دي. دغه راز، سرچینو زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د ډېرو ښځو نسبتي دوسیې بیا د سیمهییزو جرګو او ملاامامانو له خوا حل کېږي چې په وینا یې، تر ډېره د طالبانو صحرايي محاکمو ته ورته دي او د انساني کرامت او خوندیتوب په ګډون د تورنو حقوق تر پښو لاندې کېږي.
بل پلوه، په روزګان کې بیا د ښځینه بندیانو لپاره د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هېڅ محبس او نظارت خونه نشته. هغه ښځې چې په بېلابېلو تورونو نیول کېږي د طالب چارواکو په کورونو کې ساتل کېږي یا د کندهار ښځينه بندخونې ته لېږدول کېږي.
دغه راز، له سمنګان، جوزجان او فاریابه د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د سمنګان په مرکز ایبک کې ۲۳ ښځې بندیانې دي. هغوی په زنا، له کوره په تېښتې، له پخوانیو پوځيانو او د طالبانو له مخالفو جبهو سره په همکارۍ تورنې دي.
د راپور د موندنو له مخې، د جوزجان په مرکز شبرغان کې ۱۹ ښځې بندیانې دي او تورونه یې د مخدره موادو قاچاق، د طالبانو له مخالفو ډلو سره همکاري او له کوره تېښته ده. دغه راز، د ډېرو تور بیا څرګند نه دی او له نسبتي دوسیې پرته په زندان کې دي او څرګنده نه ده چې تر کله به په محبس کې ساتل کېږي.
اخوا، د فاریاب په ولسوالیو کې هم ښځينه زندان نه شته او یوازې د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په دویمه ناحیه کې یو محبس شته چې ښځې پکې بندیانې دي. دغه بندیانې له کوره په تېښته، زنا او غلا تورنې دي او د ځينو نورو تور څرګند نه دی.
له دغو ولایتونو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې بندیانې ښځې مدافع وکیل ته د نه لاسرسي ترڅنګ، عادلانه محاکمې او خپلو کورنیو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري. د سرچینو په خبره، په دغو ولایتونو کې ډېری کورنۍ له خپلو بندیانو سره د لیدو کاتو په موخه د طالبانو غړو ته پیسې ورکوي.
په کابل او سمنګان کې د طالبانو په نظارت خونو او زندانونو کې د ښځو تجربې
د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د لنډ مهالې او اوږدمهالې بند تجربه ټکان ورکوونکې او وېروونکې ده. یوه اعتراض کوونکې ښځه چې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند نظارت خونه کې د طالبانو لخوا پرې جنسي تیري شوی وايي، دغه ډله ښځو ته د جنسي غلامانو او د جګړې د غنیمت په سترګه ګوري.
دغه اعتراض کوونکې ښځه چې د نیول کېدو په شپه پرې جنسي تېری شوی، له ۸ صبح سره د مرکې پر مهال یې څو ځلې ستونی له ژړا ډک شوی او اوښکې یې تویې کړې دي. هغه چې په خوځنده مړې بدله شوې، وايي چې طالبانو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ښځې او نجونې اړې کولې چې ځان بربنډ کړي. د هغې په وينا، هغه ښځې چې د طالبانو له دې امره یې سرغړونه کوله سختې ربړول کېدې.
نرګس نثار( مستعار نوم) چې د امنیتي ګواښونو له امله یې د اصلي نوم له څرګندولو ډډه شوې، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې درې ورځې د طالبانو له لوري د کابل د ۱۶مې حوزې په نظارت خونه کې په توقیف کې وه او یوه شپه د دوو طالب جنګیالو لخوا پرې جنسي تېری شوی دی.
مېرمن نثار وايي: « طالبانو رانه پوښتل چې څوک مو ملاتړ کوي؟ ولې اعتراض کوئ؟ کله چې مې چې اعتراف نه کاه او انکار مې کاوه، عکسونه یې راښودل او وهلم یې. د شپې راتلل او بیولم یې، تیاره وه (ژړا)، تالار ډېر لوی او پراخ و، څوک هېڅ نه پوهېدل چې چېرته دي؟ نجونې یې په نوبت بیولی (ژړا) چا به چې ځنډ کاوه، په قمچنې او قنداغ یې وهل چې خپلې جامې وباسئ، که به چا جامې نه باسلې ډېر یې وهل.»
دا ښځه چې په هرې خبرې سره یې ستونی یې را ډکېږي او له هرې خبرې سره یې له سترګو اوښکې بهیږي، وایي چې هلته هېڅوک نه وو چې د ښځو غږ او چیغې واوري.
مېرمن نثار زیاتوي: «دومره وېره یې لرله چې هېچا خبرې نه کولې، ټولو د خپل عزت د ساتلو هڅه کوله، خو چایې غږ نه اورېده. په یوه خونه کې موږ شپږ تنه وو، دوه نجونې او څلور ښځې، یوه نجلۍ یې د پایڅو د پورته کولو له امله راوستې وه، اوس اوس کوژدنه شوې وه، له ما مخکې پر جنسي تېری شوی و او بیا یې زه له ځان سره بوتلم.»
دغه اعتراض کوونکې مېرمن وايي:«دوو کسانو په ډېر وحشت سره راباندې جنسي تېری وکړ. لومړی یې راته وویل چې خپلې جامې وباسه، کله مې چې مقاومت وکړ او چیغې مې ووهلې، تور دسمال یې زما پر مخ واچوه او لاسونه مې یې شا شاته راوتړل او جامې مې یې پخپله را واېستلې. نه ښورېدای شوم او نه مې چیغې وهلی شوای، یوازې د طالبانو د خبرو غږ راته. که دې د جنسي تېري پرمهال چیغې وهلی وای، پر داسې ځای یې وهلې چې ښودل کیږي نه، په شرمځای یې سکونډلې.»
مېرمن نثار وايي چې کورنۍ يې واسطه پیدا کړه چې د څرخي پله له زندانه وژغورل شي. هغه زیاتوي: « له ما او زما د کورنۍ له غړو یې ژمنه واخیسته چې له رسنیو سره به خبرې نه کوم، هغوی خبرداری یې راکړ چې که رسنیو ته څه وویل شي، زما د کورنۍ ټول غړي به له منځه یوسي. په ځلونو مې پرېکړه وکړه چې ځان ووژنم، خو کله چې زه خپلو اولادونو ته ګورم، ترې ډډه کوم. مېړه ته مې وویل چې که مې نه ساتې ازاده مې کړه ځکه دا کار مې په خپل اختیار نه دی کړی. مېړه مې وویل چې ما نه څه اوریدلي او نه یې اورم.»
دغه اعتراض کوونکې مېرمن زیاتوي: «طالبانو د بد اخلاقۍ ډېرې خبرې کولې او پلرونو ته یې ښکنځلې کولې. موږ ته به یې ویل چې که تاسو مسلمان یاست نو ولې دا کارونه ( سکس) له موږ سره نه کوئ؟ که کافر پیسې درکړي، بیا به یې (سکس) ورسره کوئ.»
مېرمن نثار ټینګار کوي: «طالبانو تحقیق نه کاه،، تېری یې کاوه، بل یې هېڅ کار نه کاوه، پلټنې سهار پیلېدې. د خبرو کولو حق مو نه درلود، زه په یوه ګوټ کې ناسته وم، هر څوک د ځان په غم کې وو، اوس چې هر وخت او هره ثانیه له خپل مېړه سره مشروع اړیکه نیسم. را په یادېږي، وېرېږم، په هماغه حالت کې ژاړم او چیغې وهم، درملنه مې وکړه چې روح او روان مې ښه شي، خو ښه شوې نه یم.» هغه دغه راز له ټولو هغو ښځو او نجونو چې د طالبانو په زندانونو کې پرې جنسي تېري شوي دي غواړي چې د خپلو تجربو په تړاو خبرې وکړي. هغه وايي: «که د عزت مسأله مطرح وي چې ستاسو عزت یې له منځه وړی او پر تاسو یې تیری کړی، نو ولې غلې پاتې کیږئ؟»
شمائل (مستعار نوم) د سمنګان ولایت یوه ځوانه نجلۍ ده. د دې نجلۍ کورنۍ غوښتل چې هغه د طالبانو یوه عمر خوړلي کس ته واده وکړي، خو هغې ونه منله او د خپل پلار له کوره وتښتېده. هغه وايي چې پر دې دوه ځلي د طالبانو لخوا جنسي تېرى شوى او له اوو میاشتو ډېره موده د دغې ډلې په بند کې وه.
شما یل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «کورنۍ مې پرېکړه وکړه چې یوه ډېر عمر لرونکي طالب ته مې واده کړي، زه راضي نه وم، غوښتل مې کابل ته وتښتم، طالبانو په رباطک کې ودرولم، نظارت خونې ته یې بوتلم، ۱۲ ورځې یې په نظارت خونه کې ووهلم او وډبولم، دوه ځلي یې راباندې جنسي تېری وکړ. له دولسو ورځو وروسته یې زندان ته بوتلم او ۷ میاشتې د سمنګان په زندان کې وم.»
دغه ځوانه سمنګانۍ نجلۍ زیاتوي چې طالبانو په زندان کې ښځې مجبورولې چې د دوی ډله ییزو جنسي تېریو ته غاړه کیږدي، کنه سختې وهل ټکول کېدې. هغه وايي: «زه اووه مياشتې د سمنګان په زندان کې وم، ډېر ښځې مې وليدې چې وهل کېدې او ربړول کېدې، څو راضي شي او د شپې له طالبانو سره ولاړې شي [د طالبانو کسان ښځې له زندانه باسي او سکس ورسره کوي]. څوک چې راضي نه شي، ربړول کیږي، بالاخره له اوو میاشتو وروسته مې خپل خپلوان پیدا کړل چې پیسې یې راولېږلې، چې ورمې کړې بیایې پرېښودم.»
د څرخي پله په زندان کې له ربړونې نیولې د سختیو تر تېرولو پورې د ښځو تجربه
شمسيه (مستعار نوم) يوه له هغو ښځو ده چې د کورنيو اختلافونو له امله د طالبانو په لومه کې لوېدلې ده. نوموړې هم د طالبانو له ناعادلانه محاکمې شکايت کوي. هغه وايي، چې د يوې دسیسې په پايله کې د دې ډلې لاس ته ولوېده، خو د دې ډلې محکمو د عادلانه محاکمې د اصولو له په پام کې نيولو پرته د څرخي پله زندان ته ولېږله او بيا يې بې ګناه وګڼله.
شمسیه، چې په زندان کې د خپلې تجربې په تړاو په سختۍ سره ځينې پوښتنې ځوابوي، وايي چې نه غواړي په دې تړاو په تفصيل سره خبرې وکړي. هغه په دې تړاو د خبرو نه کولو لامل پر خپل روانې وضعیت ناوړه اغېز بولي. شمسيه زیاتوي: «په غیر ارادي توګه ځورېږم، خبرې نه کول مهم نه ښکاري، خو روان مې سخت ځوروي، هر څه تېریږي، خو د عمر تر پایه یې زما د وجود په هره ټوټه کې نښه پاتې کیږي.»
مېرمن شمسيه وايي، په څرخي پله کې د طالبانو د زندان ساتونکي له ښځينه بنديانو سره ډېر ناوړه او غير انساني چلند کوي او په هره خونه کې يې له اتو تر لسو تنو ژوند کاوه. نوموړې د څرخي پله د زندان روغتيايي وضعیت او خواړه د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، چې په دې زندان کې څو تشنابونه وو او ټولو بنديانو ترې استفاده کوله. د دې په وينا، هره ورځ د ښځينه بنديانو دنده د زندان پاکول دي چې له دې سره سره، هلته روغتيايي حالت د زغم وړ نه دى.
بلخوا، د شمسيې د کورنۍ يوه غړې چې د هغې دوسيې يې تعقيب کړې او د بند پر مهال يې څو ځلي څرڅي پله ته تللې، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو هغه د کورنۍ ستونزې له امله نيولې وه، خو د بند پرمهال يې دوسیه ور بدله کړې ده او په شمسيې باندې یې دروند تور لګولی دی. نوموړې زیاتوي:« کله چې شمسيه په نظارت خونه کې وه، د کابل ښار د طالبانو د یوې امنیتي حوزې مسوول د کورنۍ د دې غړې د خلاصون په بدل کې ترې شپږ زره ډالره بډې غوښتي وې.»
دغه ښځه چې د شبنم په مستعار نوم یې له ۸صبح سره خبرې کړي، ټینګار کوي چې د شمسيې د نسبتي دوسیې د پړاوونو د ترسره کېدو پرمهال له محکمې تر زندانه له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې او د هغو شېبو وریادول ورته دردوونکي او ویروونکي دي.
شبنم وايي: «طالبان موږ ته د مجرمانو په سترګه ګوري، زه له نظارت خونې تر محکمې او د څرخي پله تر زندان پورې ډېرې ترخې تجربې لرم. یوه ورځ چې د څرخي پله په زندان کې یو کوچنی ټېلفون راسره و، یوه طالب ډیر بد چلند راسره وکړه. ورته ومې ویل چې څه کیږي چې انساني چلند وکړې؟:راته ویې ویل که تاسو ښه وای په زندان کې به نه واست.»
د شمسيې د کورنۍ دغه غړې زياتوي: «يوه ورځ د څرخي پله زندان ته ولاړم او د هغې اوږه مې وليده، چې خوږ شوې او سخته ټپې شوې وه.» هغه ټینګار کوي چې تر ټولو دردوونکې مسأله دا ده، چې د څرخي پله په زندان کې بندي مېرمنې د تورونو د کچې له په پام کې نیولو پرته ټولې په یوه ځای کې بندیانې دي.
شبنم وايي:« په یوه لوی تالار کې ټولې یو ځای بندیانې دي، هغه ښځې چې هلته بندیانې دي تورونه یې بېلابېل دي. په زندان کې داسې ښځې هم وې چې بې ګناه وې، خو تورنې او مجرمې ټولې په یوه ځای کې وې.»
دا د شمسي له خولې زیاتوي: «یوه ښځه وه، چې تقریباً تر ذهني فشار لاندې وه، داسې وه لکه لېونۍ، روغتیايي حالت یې ډېر خراب و، هره شېبه به یې چیغې وهلې او ټولو ته یې مزاحمت کاوه او څوک یې خوب او ارام ته نه پرېښودل.»
شبنم وايي: د شمسې وېښتان ډېر اوږده وو، داسې ډنګره شوې وه چې نه پېژندل کېده. کله چې کور ته راغله، ویښتان یې له سپږو ډک وو او له سر یې سپږې بادېدې. د حیض د ناروغانو لپاره هیڅ ډول کوټکس نشته او روغتیایی خدمتونه نه وړاندې کیږي، په زندان ښځو د څارویو په څېر ژوند کاوه.»
دغه راز يوه اعترض کوونکې ښځه چې د طالبانو لخوا په درېيمه حوزه کې وهل شوې ده، د خپل بدن د غړو د عکسونو په شریکولو سره چې د ربړونې په پايله کې ژوبل شوي، وايي: «سخته وډبول شوم، یو کلنې لور مې ډېر ژړل. د پښو او لاسونو بندونه یې وتلې وو. زما بدن هم په وهلو ټپي او شین شین و. له مایې ژمنه اخیستې وه چې خبرې ونه کړم او دا وضعیت راته وژونکی و.»
تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په جلا جلا څېړنیزو راپورونو کې موندلې وه چې طالبان په خپلو زندانونو کې ښځې په بېلابېلو ډولونو ربړولې دي. دغې ډلې په زندانونو کې د ښځو جنسي اندامونه ربړولي او جنسي تیري یې پرې کړي دي.
دغه راز په يوه جلا راپور کې د هېواد د لوېديځو ولايتونو په زندانونو کې د ښځو وضعيت انځور شوى، چې ښيي په غور، هرات، بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو کې ښځې د عادلانه محاکمې د پړاوو له ترسره کولو پرته زنداني شوي او په زندانونو کې له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ دي.
دا راپور د افغان وېټنس پروژې په همکارۍ برابر شوی دی.