کاپیسا کې یو۶۵ کلن سړی په مرموز ډول وژل شوی دی

۸صبح کاپیسا: کاپیسا کې ځایي سرچینې وايي چې په دې ولایت کې، یو ۶۵ کلن سړی، په مرموز ډول په قتل رسېدلی دی.
دغه پېښه پنجشنبه (د وري په ۲۴ مه)، د کاپیسا د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ په (قاضي خیل) کلي کې رامنځته شوې ده.
دغه سړی (عبدالحفیظ) نومیږي او د ښکاري وسلې په مرسته په قتل رسېدلی دی.
تر دا مهاله د عبدالحفیظ د قتل انګیزه روښانه نده.
د طالبانو سیمه ییز چارواکي هم دا پېښه مني او وايي چې ددغه سړي مړی، د غنمو په یوه کرونده کې موندل شوی دی.
کاپیسا کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند (عبدالفتاح فایز)، ویلي دي چې ددې پېښې په اړه شپږ تنه نیول شوي دي.
په تېرو څو میاشتو کې ورته پېښې په کاپیسا کې ډېرې شوي دي.
د وري په ۷مه نېټه، یو سړی ددې ولایت اړوند (شمیرخیل) کلي کې هم په مرموز ډول وژل شوی و.