الهي مينه او کرم په ټولو کاٸيناتو کې جاري دي، هر لورى چې ګورو د ژوند سرود په مستغني څپو را روان دى، طبيعت د مينې او محبت په باسکونه موسکا کې پروت دی، طبيعي اکوسيستمونه خپل مسير طی کوي، ګل و بلبل د مينې و محبت سمبولونه دي او دا هر څه د بې بديله جهان رنګونه دي. موږ څوک يو او چېرته روان يو؟ معلوم سفر او معلوم مسافر، معلوم منزل ته ورستنېدونکي يو.
هغه ذات چې ټول کاٸينات يې په داسې ښکلي شان پيدا کړي، د رحم او کرم اندازه يې هم داسې بې شانه ده او هيڅ پيمانه نشته چې د هغه ستر ذات کرم پرې اندازه شي. پرېږدئ چې هر څه پخپل مسير ور ورسي.
بايزيد بسطامي ته يې وويل:
د قيامت په ورځ که الله ج درنه وپوښتي چې څه دې راوړي، ځواب به دې څه وي؟
بايزيد ورته وويل، کله چې يو فقير کريم ته ور مخ شي، فقير ته داسې نه ويل کېږي چې څه دې راوړي بلکې ورته وايي چې څه غواړې!؟
د بېکرانه کهکشانونو ټول لوري په مينه پايي او هر څه له يو بل څه سره پيوند دي، ټول عناصر پخپل منځ کې د مينې او ورکړې رابطې لري، انسان هم بې له نورو موجوداتو هيڅ دی. اوبه، خاوره، هوا او دا ټول عالمونه په يو نه يو تار سره تړلي دي نو هيڅ داسې څه نشته چې عبث وګڼل شي، د دې هر څه د خلقت تر شا يو لوی راز شته چې يا درک شوی او يا يې له درکه عاجز يو نو چې داسې ده نو بيا ولې موږ بې مينې ژوند وکړو، ولې کرکه خوره کړو، ولې ظلم او نفرت ته تکيه وکړو او ولې خپل خوږ ژوند په دې تريخ کړو چې د يو بل موجود په ورکه کې خپله لنډمهاله بقا ولټوو!؟ ولې د هغه ستر ذات له مينې او رحمته مايوسه شو!؟ مايوسي خو به هله راځي چې موږ خپله رحمت په لته ووهو او رحمت په لته داسې وهل کېږي چې د ذات په کروندو کې مو د مينې زړي شنډ شي.
دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی
د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا
د رحمان بابا کلام ته په کتو که دا هر څه د عشق او محبت له ذاته وګڼو نو بيا به ژوند راته يوه واقعي الهي تحفه ښکاره شي، د سرور کيف به يې شېبه په شېبه حس کوو، مينې ته به هوسېږو، بقا ته به هوسېږو او بيا د جهان هيڅ ګوټ تياره نه وي خو که د تباهۍ لاره مو ونيوه نو نه به موږ او نه نور ښاد شي.