د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ښځو په ګډون ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، چاودنه پنځمه ناحیه کې پوهنې امریت سره نږدې شوې، چې یو رېکشا چلوونکی په کې وژل شوی، دوه ښځې، یو ماشوم او یو بل کس يې ټپیان کړي دي.
خوږیانی وایي، د چاودنې څرنګوالی نه دی څرګند، چې موټر کې نخلېدوونکی ماین ؤ او که د سرک غاړي ماین چاودنه وه.
خو له بلې خوا د پېښې عیني شاهدانو ويلي، چې چاودنه په یوه بکسه ډوله موتر کې رامنځته شوې ده.
ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې هم د ډاډ وړ بلل شوی.
لا تر دې دمه د چاودنې مسؤلیت هم کومې مخالفې ډلې یا کس نه دی منلی.