۸صبح، کاپیسا: په کاپيسا کې ځايي سرچينې د دغه ولايت په هوايي حريم کې د يوې بې پيلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دغه الوتکه د دوشنبې ورځ (لیندۍ ۶) د سهار راهیسې په دغه ولایت کې ګزمه کوي.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه د مرکز تر څنګ د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو په اسمان کې هم لیدل شوې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بې پيلوټه الوتکه له کومه ځايه او څنګه د افغانستان هوايي حريم ته ننوتې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په يو شمېر ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه ورکړل شوي دي.