۸صبح، پروان: په پروان ولایت کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د بېپیلوټه الوتکی د ګزمې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه الوتکه چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د پروان په فضا کې لیدل شوې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه الوتکه له کوم هېواده د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.
په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشېر، هرات او بدخشان ولایتونه د بېپیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.
تر دې دمخه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نيمروز او کندهار په فضا کې د بېپيلوټه الوتکو ګزمې منلې وې.
د طالبانو غایب مشر ملا هیبتالله اخوندزاده د وري پر ۱۴مه په کندهار د بېپيلوټه الوتکو د ګزمو د وېرې له کبله د ۲۰۵ قول اردو اړوند کمپ ته لېږدول شوی و.
تر دې دمخه د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې وه چې طالبانو د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي او په کندهار کې یې د امریکايي بېپیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره یوه اډه جوړه کړې ده.