څو شېبې له استاد حبيب الله رفېع سره
۸صبح پښتو مجله، محمد عزيز پردېس

استاد حبيب الله رفيع د افغانستان يو پېژندل شوی ادبي، فرهنګي او ټولنيز شخصيت دى. دده پېژندګلوي د نوموړي له څېړنيزو تاريخي، ادبي او ژبپوهنيزو اړوندو لیکلو آثارو افغانانو او بهرنيانو ته جوته ده.
ښاغلی رفېع د افغانستان په رسنيو کې يو فعال ويناوال، څېړونکی او د معلوماتو وړاندې کوونکی دی. هغه د افغانستان په رسنيو او خپرونو كې يو ګړندی لیکوال دی او هر ډول تاريخي، ژبنۍ او فلسفي لیکنې ېې کړې دي. د هېواد د هرې ورځپاڼې او مجلې پاڼې چې واړوې نو د ښاغلي حبيب الله رفیع ليكنې به د سرلیک په توګه پکې وموندل شي. همدا رنګه كه د راډيو غوږ تاو كړﺉ نو په يوه نه په يوه څپه كې به ېې غږ اورېدونکي واوري. ښاغلی حبيب الله رفيع په افغانستان کې د اوسمهال ادبي ډګر د نويو ځوانانو د روزنې لپاره هڅې کوي. له هغو ځوانانو سره، چې د رسنيو نړۍ ته نوي راغلي، په ادبي سمونو کې یې ډېر زيار باسي او د هغوی په فرهنګي روزنه کې ېې ونډه لرلې ده.
د ۸صبح پښتو مجلې د ادبي ورشو برخې لپاره د پښتو ژبې له نوموتو، وتلو او مخکښو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو او فرهنګپالو سره د ځانګړو مرکو په لړ کې مو دا ځل د افغانستان له دغه وتلي ليکوال، څېړونکي، شاعر، اديب او د افغانستان د علومو اکاډمۍ له غړي استاد حبيب الله رفېع سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسې پام ورته راګرځوو.
۸صبح: لومړی خو ډېره مننه چې موږ ته مو وخت راکړ، په پيل کې غواړم، د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د پښتو ژباړې روان بهير څنګه ارزوئ او کوم لوري ته روان دی؟
رفېع: د پښتو په برخه کې ځوانان ډېر فعال دي. زه ورته خوشبين يم. ډېر کار کوي، ځکه يو وخت په ۱۳۶۵م کال کې ما د پښتو کتابښود په نامه د پښتو کتابونو یو نوملړ جوړ کړی ؤ، هغه لېست تر يو نيم زرو (۱۵۰۰) پورې ورسېده. يعنې هغه په ټوله نړۍ کې د پښتو کتابونو شمېر ؤ. اوس د پښتو کتابونو شمېر لسګونه زرو ته رسېږي. که څه هم حالات انقلابي ؤ، پښتانه ګډوډ هم شول او يوې خوا او بلې خوا ته لاړل، خو دې برخې وده وکړه او پرمختګ يې درلود، دا په خپله يوه لويه خبره ده.
زموږ په وخت کې خپرونې او مطبوعات د سرکار تر سانسور لاندې ؤ او د سرکار له اجازې پرته چا څه نشو کولای او د دې زمينه نه وه چې هرڅوک په خپله خوښه کار وکړي او چاپ يې کړي. په دې وختونو کې چې له يوې خوا په افغانستان کې حالات کړکېچن شول، جګړې او ناامنۍ راغلې، خو له بلې خوا دې ته هم زمينه برابره شوه چې افغانان هرځای ته ولاړ شي، نړۍ يې وليده، د خلکو ازادۍ يې وليدلې، د نړۍ له ژبو سره بلد شول او زده يې کړلې، ګټور کتابونه پې وموندل، نو په پايله کې کتابونه وژباړل شول او اوس ځوانان ترې ګټه اخلي.
په پښتو کې يو متل دی چې وايي: «کور مې که وسوه، دېوالونه يې پاخه شول.» نو دغو حالاتو موږ ته دا يوه ګټه راورسوله چې زموږ ژبې وده وکړه، ځوانان خپلې ژبې ته متوجه شول او اوس په هره موضوع کې د ځوانانو د خوښې وړ کتابونه په پښتو ژبه پيدا کېږي.
۸صبح: استاد ستاسو د خبرې په تائيد اوس پښتو ژبې ته ډېر شمېر کتابونه راژباړل او چاپېږي. آن د ځينو سرچينو په حواله په وروستيو کلونو کې هرکال له زرو زیات پښتو کتابونه چاپېږي، غونډې پرې جوړېږي او بېلابېلو سيمو ته استول کېږي. خو يوه اندېښنه شته، هغه دا چې اوس هم د پخوا په څېر له کتاب لوستلو او مطالعې سره د ځوانانو او په ځانګړي ډول د تنکيو ځوانانو لېوالتيا نه شته! د دغې ستونزې د حل لپاره څه کول اړين دي؟
رفېع: په دې برخه کې له بده مرغه زموږ ځيني ځوانان سهولت پسنده شوي دي. د بېلګې په توګه ډېری ځوانان ماته راځي او د يوې موضوع په اړه پوښتنه کوي، زه ورته ځيني کتابونه وښيم خو دوی بيا راته ووايي چې موږ به يې په انټرنېټ کې وګورو، خو له بده مرغه دا زحمت نه باسي چې يوه کتابتون ته ولاړ شي کتابونه وګوري، مطالعه يې کړي، څېړنه وکړي… زموږ په وخت کې دا ستونزه نه وه، چېرته چې کتاب ؤ نو هلته به ورپسې ورتللو او ګټه مو ترې پورته کوله.
ځوانانو ته زما لارښوونه او سپارښتنه دا ده چې دوی بايد له دې بې پامۍ راووځي، د علم او پوهې خوا ته بايد مخه کړي. هرڅه په انټرنېټ که نشته او که وي هم نو ټول باوري معلومات په کې نشته. باوري سرچينې هماغه کتابونه دي.
زما باور دا دی، که نړۍ هرڅومره پرمختګ وکړي، خو د کتاب ارزښت پرځای دی او خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي. په همدې اساس ځوانان بايد کتاب ته پاملرنه وکړي او له ټکنالوژۍ دې هم کار واخلي.
۸صبح: روان سياسي وضعيت ټولو ته معلوم دی چې ښه نه دی او خلک يې په اړه خورا اندېښنه لري. ستاسې له نظره دغه نامعلوم وضعيت د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د کتاب ليکلو، لوستلو او ژباړې پر بهير اغېز کولای شي؟
رفېع: دا نوی کړکېچ نه دی، څلوېښت کاله کېږي چې په هېواد کې دا کيسه روانه ده او ما تاسو ته مخکې هم يادونه وکړه چې د دغو ناخوالو په بهیر کې پښتو وده وکړه، ځوانان هرې خوا ته ولاړل او هرځای يې وليده او اوس هم همدا ځوانان له همدې ناخوالو او ننګونو سره مخ دي. دا جګړه نوې نه ده او دا دوه لسيزې کېږي چې دوهمه جګړه هم پر موږ تپل شوې ده. خو بيا هم ځوانانو په همداسې وضعيت کې کورسونه ولوستل، زده کړې يې وکړې، د نړۍ ژبې يې زده کړې، ژباړې يې وکړې، کتابونه يې وموندل او دغه لړۍ دوام لري، نو زه په همدې اساس وايم او د ځوانانو دې ارادې ته چې زه ګورم، نه نهيلی کېږم بلکې لا مې هيله مندي ډېرېږي چې ځوانان خپلې ژبې ته لکه څنګه یې چې پخوا کار کړی، لا هم ډېر کار کوي. زه دغه نسل د ققنوس نسل بولم. ققنوس هغه مرغه دی چې په اور کې پيدا کېږي، په همدې اور کې څو سندرې ووايي او وسوځېږي او هګۍ يې په ايرو کې پيدا کېږي. نو دا د ققنوس نسل دی، په همدې اور کې رالوی شوي او په همدې اور کې دوی توانېدلي دي چې ژبې ته کار وکړي او زه باور لرم چې دوی به کار کوي. خو بايد دا په پام کې ونيسي چې څه بايد وليکي او څه بايد وژباړي، د څه موخې لپاره يې وژباړې او څه ګټه ترې پورته کړي او همداراز زموږ نوی نسل څه ترې زده کولای شي او په ټول کې زموږ اړتياوې بايد په پام کې ونيسي او د همدې اړتياوو په رڼا کې خپل استعداد هم په کار واچوي او د موجوده ټکنالوژۍ له آسانتياوو هم کار واخلي.
۸صبح: څو ورځې وړاندې، د غبرګولي اتمه چې د مې مياشتې له ۲۹مې نېټې سره يې سمون درلود د پښتو ژبې نړيواله ورځ وه. دغه ورځ په وروستيو کلونو او په ځانګړي ډول دوه درېیو کلونو کې په ټولنيزو رسنيو کې په انلاين ډول او همدارز د يو لړ غونډو له لارې ولمانځل شوه. د دغې ورځې د مخينې په اړه که درنو لوستونکو ته لږ معلومات ورکړئ. ایا دغه آنلاين سيمينارونه چې په دې تړاو جوړېږي، پر ټوېټر ورته هشټيګ چلول کېږي او همدارنګه د دري، انګليسي او نورو بېلابېلو ژبو ويوونکو او آن چينايان په پښتو ژبه پيغامونه ليکي او پښتنو ته مبارکي وړاندې کوي… دغه ټولې هڅې تاسې څنګه ارزوئ؟ که په ټول کې د دې ورځې د مخينې په اړه معلومات راکړئ.
رفېع: اصلي ورځ د کب / حوت مياشتې دوهمه نېټه د مورنۍ ژبې ورځ ده او دا په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. دغه ورځ د هرې ژبې ورځ ده او موږ پښتانه هم بايد هغه ورځ د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه ولمانځو او برخه په کې واخلو.
دغه د غبرګولي ۸مه ورځ چې د پښتو ژبې د ورځې په نامه نومول شوې او په څو وروستيو کلونو کې پيدا شوې، دا د يوه خاص شخص له لوري پيدا شوې، تبليغ ورته کوي، لمانځنه يې کوي او غواړي چې له دې لارې خپلې موخې ته ورسېږي. زه نه غواړم په دې اړه ډېرې خبرې وکړم، ځکه خلک بيا د دې فکر ونه کړي چې زه تخریب کوم، خو يوه هڅه او څه چې ترسره کېږي بايد د ټول ملت، ټول قوم او ټولو پښتنو لپاره وشي. زما نظر دا دی چې پښتانه بايد د پښتو ورځ د مورنۍ ژبې په نړيواله ورځ چې د کب په دويمه لمانځل کېږي، ولمانځي او هغه څه چې د خپلې ژبې لپاره مناسب ګڼي هغه ورته وکړي.
۸صبح: څو کاله وړاندې د پښتو ژبې ځينو فعالينو هڅې پيل کړې وې او غوښتل يې د پښتو ژبې اوسنی ليکدود انګليسي ليکدود ته واړوي. دوی د دې کار لپاره ځيني ځانګړي دلايل هم لرل/لري او په دې ډله کې ځيني نوموتې څېرې لکه د پوهنتونونو استادان هم شامل ؤ. د دوی دلايل دا دي چې، که پښتو ليکدود له موجوده پښتو – عربي الفبا څخه انګليسي ته واوړي، نو پښتو ژبه به ډېر پرمختګ وکړي. په دې اړه که درنو لوستونکو ته لږ وضاحت ورکړئ؟!
رفېع: د ژبې ليکدود بدلول د ژبې لپاره خطر او ګواښ وي. موږ او تاسو يې بېلګې او نمونې ليدلې دي. د بېلګې په توګه: کله چې روسانو تاجکستان ونيوه، نو د تاجکستان ليکدود يې واړاوه، په دې کې د دوی موخه او غرض څه ؤ؟! غرض يې دا ؤ چې تاجکان ونشي کولای خپل هغه بې شمېره کتابونه چې په تاجيکي ژبه د دوی د تاريخ او کلتور په اړه دي ولولي او مطالعه يې کړي. روسانو به دوی ته يوازې هغه کتابونه چاپول چې خوښه به يې وه. کتابونه به يې چاڼ کول او کوم کتابونه به يې چې غوښتل هغه به يې خپرول. همدا اوس هم تاجکان د خپلې ژبې کتابونه نشي لوستلای او د زرهاو کتابونو له لوستلو بې برخې دي. دغه د استعمار لاسونه دي. په افغانستان کې هم د روسانو له راتګه مخکې همدغه هڅه چې تاسې يې يادونه وکړه، د ځينو استادانو لخوا پيل شوې وه. دوی غوښتل پښتو په لاتيني ژبه وليکل شي او دې برخې ته يې ډېر تبليغ کاوه. دا چې روسان دلته بريالي نه شول، نو دا هڅه هم بريالۍ نه شوه. که روس په افغانستان کې بريالی شوی وای، نو دوی به دلته هم خپله دغه موخه پلي کوله، لکه څنګه چې يې په تاجکستان کې عملي کړله. اوسمهال تاجکان له خپل ليکدوده محروم دي او څه هم نه شي کولای. زما نظر دا دی چې موږ به خپل ليکدود ساتو او که دا لکيدود واوړي نو دا د تېر او راتلونکي نسل سره جفا ده. د ليکدود بدلول د ژبې سره خيانت دی او د ژبې د له منځه وړلو يوه بله لار ده.
۸صبح: په دې وروستيو کلونو کې د ځينو ګاونډيو هېوادونو او نږدې پرتو هېوادونو، په ځانګړي ډول چين او ترکيې په افغانستان کې د بېلابېلو رسنیو او ټولنيزو رسنيو له لارې خپلې ځیني ځانګړې خپرونې او نشرات په پښتو ژبه مخته وړي او آن په دې برخه کې يې پانګونې هم کړې دي او لا يې هم کوي… دا څنګه ارزوئ؟ د دوی موخه به څه وي او دا کار د پښتو ژبې په وده کې رول لري؟
رفېع: هېڅوک د چا د ګټې لپاره کار نه کوي، موږ به يې ګورو او څارو به يې چې دوی کوم فعاليتونه او کارونه کوي او ګټه يې موږ ته څومره ده، هغوی هم ملي ګټې لري او هېڅوک هغه څه نه کوي چې ګټه يې په کې نه وي. دغه هڅې اوسنۍ نه دي، دا کار پخوا هم کېده. د بېلګې په ډول: ال انډيا راډيو، ډېره پخوانۍ راډیو ده چې پښتو خپرونې لري او تقريبا په ۱۹۴۰ کې يې فعاليت پيل کړی چې شاوخوا د ۸۰ کلونو راهيسي په پښتو ژبه خپرونې لري. همداسې يو وخت په ترکيه کې د پښتو راډیو وه او خپرونې يې لرلې. همدارنګه په مسکو، واشنګټن، هندوستان او نورو ځايونو کې دا هڅې شته. دا زموږ په ګټه دي. دا سمه ده چې د دوی ګټې په کې دي. په ځانګړي ډول انګرېزان خپلې استعماري موخې په ډېر ماهرانه ډول په خپلو پروګرامونو کې ځايوي، خو بيا هم دا زموږ د ژبې لپاره ګټه کوي.
په هر صورت، موږ به په دې برخه کې خپلې ګټې ګورو. که زموږ ګټه د دوی د ګټې په پرتله په کې کمه وه، نو بيا به يې مخالفت کوو او که زموږ د ګټې سلنه په کې لوړه وه بيا به ورسره همکاري کوو.
۸صبح: استاده، که درنو لوستونکو ته د خپلو راتلونکو فعاليتونو په اړه ووياست؟
رفېع: که څه هم ناروغ يم، خو بيا هم کار کوم. کله چې بې کاره يم نو بیا د ناجوړۍ احساس کوم او کله چې پر کار بوخت يم نو بيا مې ناجوړي په ياد نه وي. اوس مې يو مهم کتاب پيدا کړی، پر هغه کار کوم. دغه کتاب د پښتنو ۹۰۰ کلن تاريخ دی او څلور سوه کاله مخکې لیکل شوی دی. په دغه کتاب کې د پټې خزانې په پرتله هم زيات معلومات پراته دي. هغه څوک چې د پټې خزانې مخالفت کوي، دغه کتاب د هغوی په خوله داسې يو سوک دی چې، بيا ځلې بيا به هېڅکله هم خوله خلاصه نه کړي چې پټې خزانې پسې دې څه ووايي. ځکه دا د پټې خزانې نه مشر کتاب دی او د پټې خزانې په پرتله مفصل معلومات لري. په دغه کتاب کې د پښتنو د اومې، اتمې، نهمې او لسمې لېږديزې لمريزې پېړۍ د نهضتونو او فعاليتونو په اړه معلومات روښانه شوي دي. په دې کتاب کې د پښتو په ادب، موسيقۍ، کلتور او کړو وړو په اړه مهم او ارزښت لرونکي معلومات راټول شوي دي. دغه کتاب په جرمني کې دی او څوک ادعا هم نه شي کولای چې دا چا له ځانه جوړه کړې نسخه ده. لکه څنګه مې چې مخکې يادونه وکړه، د دې مهم کتاب قلمي نسخه په جرمني کې ده او په ډېر تکليف مې ترلاسه کړه، کار پرې کوم او ډېر ژر به د چاپ جوګه شي.
۸صبح: هڅې مو لا ګړندۍ شه او ستاسو د لا برياوو په هيله. د وروستۍ پوښتنې په توګه، زموږ خلک او په ځانګړي ډول ځوانان اندېښنه لري او داسې اوازې دي چې خدای مه کړه، د ۱۹۹۰ کال ترخې تجربې يو ځل بيا تکرار نه شي. په ټول کې هېوادوال په وېره کې دي او اندېښنه ده چې هسې نه دغه لاسته راوړنې او په ځانګړي ډول د ادب او پښتو ژبې مخ په وړاندې روان يون ټکنی شي او هغه پخوانۍ اندېښنې بيا تکرار نه شي. ځوانانو ته مو ډاډګېرنه او پيغام څه دی؟
رفېع: ځوانانو ته مې پيغام دا دی، چې دا وطن د دوی دی او دا وطن به دوی ساتي. دغه ټاټوبی دوی په وينو ساتلی دی، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د دوی وينې بهېدلي چې دغه خاوره يې ساتلې ده. دښمنانو ډېر پخوا غوښتل افغانستان ټوټه ټوټه او تجزيه شي. قومونه په خپلو منځونو کې سره بوخت کړي او ويې وژني، خو همدغه ځوانان ؤ چې دغه وطن يې وساته او په راتلونکي کې به يې هم ساتي. ځوانان دې نه نهيلي کېږي. که مشران معاملې کوي او د وطن د خرڅولو فکر کې وي، نو ځوانانو ته پکار ده چې بايد هوښيار واوسي او پرېنږدي چې دا وطن يو ځل بيا د معاملې په لومه کې راګير شي او يو ځل بيا يو بل قدرت دلته د خپلو ګټو لپاره ريښې وځغلوي. دا هېواد ډېر يو تاريخي خصلت لري او هغه دا چې هر څوک دلته راغلي، نو بېرته شرمېدلي وتلي دي او هېڅ يو دښمن په دې نه دی بريالی شوی چې په دې وطن کې پښې ټينګې او پاتې شي. وېرې او اندېښنې شته خو نه به نهيلي کېږو.
۸صبح: ډېره مننه استاده، کور مو ودان چې موږ ته مو د مرکې لپاره وخت راکړ.
رفېع: هيله کوم. آباد اوسئ!