په ځنګله کې باد په شغهار تېرېده، ځانګې به باد ته په ځګیروي کږې وږې شوې. پر یوه څانګه بوم ناست و، سترګې يې په شپه کې هم ځلېدې، بوم ناڅاپه: اوووووو کوک کوک کوک غږ وایست او مرید له دې ویروونکي غږ سره ولړزېد.
ببر سري پیر چې د خپل مرید ویره ولیدله کړس کړس په خندا شو، مرید ته یې وویل: مه ویریږه ! په ځنګل کې څلوربول او څيرونکي ژوي اوسيږي، پر څانګو مرغان ویده دي. باد او ونې یو له بل سره مینه کوي. دلته یوازې ولږه ده، چې له کبله یې زورور کمزوري څیري او خوري. پوه شه ! چې ویده ځناور په ولږه نه وي خبر. نو اوس موږ ته هېڅه ګواښ نه پېښوي. یوازې بوم ویښ دی او موږ ته ښه راغلاست وايي. هغه چې ویښ دی، موړ دی او هغه چې وږي دي، ویده دي. په داسې ځای کې چې وږي ویده وي او ماړه ویښ، پردیو ته ګواښ نه شي پېښېدلای.
مرید ډاډه شو او د ویښو مړو او ویدو وږیو په اړه په ژور فکر کې ډوب شو، داسې ډوب چې هغه کنګل او ولږې ځپلی مار یې هم ونه لیده، چې د ده تر پښو لاندې پروت و.
له بیابانه تېرېدل، له لرې څخه لوی کاروان راښکاره شو،چې دوی ته مخامخ راروان وو، ببرسری پیر او مرید یې کاروان ته تم شول. د کاروان مشر د ویاړونو د هېواد سپین ږیری پاچا و، چې څه خدم وحشم ورپسې روان ول، پاچا زهیر، ستومانه او خپه ښکارېده، خو سترګې یې ویښې او د کلکې ارادې او ژمنې نښې یې په څېره کې وې. په وجود خوار پاچا ببرسري پیر ته سلام وکړ، ورته ویې ویل: که تږي یاست، له موږ سره په کاروان کې اوبه شته.
ببرسري وخندل: ولس دې بېوزلی او خوار دی، خو ته لوی زړه لرې، سر دې سلامت ! لکه چې بیا د خپل ولس د ولږې لپاره په خیرات او مرستې پسې راوتلی یې؟
پاچا چې مخامخ په یوه لرې ځای کې سترګې خښې کړې وې، ځواب ورکړ: د خپل وطن په اوبو پریمانه زمکې شنې کولای شم، د خپل هېواد له کانونو او شتمنیو څخه خبر یم، خو خلک مې نه پریږدي. خلکو په خپلو زمکو کې د خپلو نیکونو په نومونو د ویاړونو څلي درولي دي، تمامه ورځ د خپلو مړو نیکونو د څلیو عبادت کوي او د خپلو نیکونو په نوم یو له بل سره په خونړیو جګړو اوښتي دي، زما ولس په تاریخ کې جنګیږي. د خاورو څلي لمانځي او د خټو په مقدساتو باندې وینې بهوي. دوی کرکېلې، اوبه لګولو، تولید او کار ته نه دي وزګار، زما خلک له مانه ډوډۍ په تیاره غواړي، ځکه دوی جګړه کوي، دوی راته وايي : موږ په یوه مقدسه جګړه اخته یو. ستا کار همدا دی، چې موږ ته ډوډۍ پیدا کړې.
مرید حیران شو، چې دا نو عجیب ولس دی، له خپلو ټولو تاریخي ویاړونو سره سره کار نه کوي او خپل سپینږیری پاچا په سوال او خیراتي ډوډۍ پسې لرې زمکو ته استوي. کاشکې دا ولس پوهېدلای، چې په نوروملتونو کې څوک ،د دوی تاریخي ویاړونه، نه پېژني. نور ولسونه یې د نیکونو د ویاړ خټین څلي نه ویني. نور ولسونه یوازې د دوی هغه لاسونه لیدلای شي، چې د ډوډۍ سوال ته اوږده دي.




