د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې پر ځینو وارداتي توکو یې ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي. د یاد وزارت چارواکو ویلي چې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي پرېکړه د کورنیو توکو څخه د ملاتړ او د ورته توکو د واردولو د مخنیوي په موخه نیول شوې ده. ورته مهال اقتصاد پوهان بیا د کورنیو توکو د ملاتړ لپاره دغو توکو ته په کور دننه بازارموندنه او د اسانتیاوو برابرول مهم ګڼي. د هغوی په خبره، ارزانه برېښنا او ګاز، بانکي پورونه او د ټېټو مالیاتو په څېر ځينې نورې اسانتیاوې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره ګټور تمامېدای شي او له ټاکلي معیار څخه د لوړو ګمرکي تعرفو لګول د مصروفکوونکو په زیان دي، ځکه په وینا یې په دې سره د تورم کچه لوړېږي او کورني تولیدکوونکي لټ اموخته کوي. د هغوی په اند، که کورني تولیدکوونکي ونه کړای شي بازار ته د وارداتي توکو پرتله خپل کورني توکي ارزانه او باکیفیته وړاندې کړي، د کورنیو تولیداتو ودې ته هیلهمندي بېځایه ده.
د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي چې هېواد ته یې پر ځينو وارداتي توکو ګمرکي تعرفي لوړې کړې دي او په وینا یې، دا ګام یې د کورنیو توکو څخه د ملاتړ په موخه پورته کړی دی.
د دغه وزارت د نوې پرېکړې له مخې، د کالیو وینځلو پر پوډرو ګمرګي تعرفه له ۱۲ سلنې ۱۶ سلنې ته، د ژوندیو چرګانو تعرفه له ۲۰ سلنې ۴۰ سلنې ته، د ګوګړو تعرفه له ۵ سلنې ۱۰ سلنې ته او د اغزن سیم تعرفه بیا له ۸ سلنې ۱۶ سلنې ته لوړه شوې ده.
یاد وزارت ویلي: «د سرو رومیانو پر کېچپ تعرفه له ۱۰ سلنې ۳۰ سلنې ته، پر لاساني تختو تعرفه له ۵ سلنې ۸ سلنې ته، پر اوسپنیزو میخونو تعرفه له ۸ سلنې ۱۲ سلنې ته، پر ډيجیټالي ترازو تعرفه له ۲.۵ سلنې ۵ سلنې ته او پر ټرېشل ماشین بیا ګمرګي تعرفه له ۱۶ سلنې ۲۰ سلنې ته» لوړه شوې ده. د دغه وزارت په ویناپاڼه کې راغلي چې یاد توکي په کور دننه تولیدېږي او کولای شي د خلکو او بازار اړتیاوې پوره کړي.
د افغانستان د پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمدیونس مهمند له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې خصوصي سکټور په دې هڅه کې دی، څو پانګونه هغه ځای کې وشي چې د هېواد په ګټه وي. ښاغلي مهمند زیاته کړه چې درې کاله وړاندې افغانستان ته د شاوخوا ۲۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چرګان وارد کېدل، په داسې حال کې چې دمګړۍ د اړتیا وړ له ۸۵ تر ۹۰ سلنې چرګان په کور دننه تولېدېږي.
د نوموړي په خبره، دمګړۍ ډېرو هېوادونو ته د ژوندیو چرګانو لېږد منع دی او د تعرفې کمېټې د پرېکړې له مخې، د چرګ پر غوښې د ګمرکي تعرفې په لوړولو به په دې برخه کې له پانګونې ملاتړ او خلکو ته کاري بوختیا برابره شي.
له بلې خوا د هرات د کانونو خونې رییس حمیدالله خادم ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «دمګړۍ افغانستان د خپلو کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د سیمې هېوادونو په څېر د ارزانه برېښنا او ګازو، بانکي پورونو او د ټيټو مالیاتو په څېر ځینې نورې تشویقي کڅوړې نه لري، د کورني تولیدکوونکو لپاره تر ټولو غوره لار پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو لوړول دي.» ښاغلی خادم باوري دی چې په اوسني وخت کې د فابریکو د خاوندانو لپاره د خامو موادو پر محصول معافیت به کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره غوره ګام وي.
له بلې خوا ځينې اقتصاد پوهان وايي چې له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ او پر ځان د بسیا افغانستان لپاره اړتیا ده چې کورنیو تولیداتو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شي. اقتصادي کارپوهان وايي، که طالبان له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ پخه اراده لري، نو د کورنیو تولیداتو او صنعت د ودې لپاره دې د دوامداره برېښنا او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه عملي ګامونه واخلي. اقتصادي کارپوهان زیاتوي، کوم توکي چې په کور دننه تولېد کېږي، باید د مالیې ورکولو کچه پرې کمه شي.
د اقتصادي چارو کارپوره اذرخش حافظي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره د ګمرکي تعرفو لوړول تر «یو حده» ښه دي. د نوموړي په خبره، که تعرفې له ټاکلې کچې لوړې شي، د تورم کچې د لوړېدو او د مصروفکوونکو په زیان تمامېږي. ښاغلي حافظي زیاته کړه: «که [تعرفه] له حده لوړه وي، د تورم کچه ډېرېږي او مصروفکوونکي زیان ويني؛ ځکه کوم څه چې اخلي، د تعرفې بېه هم پرې اچول کېږي او دا د [طالبانو] د حکومت په ګټه دی، ځکه د محصول یوه برخه ګمرکي ده.»
حافظي زیاته کړه: «د صادراتي توکو د تعرفو لوړوالی په یو ډول کورني توکي لټ روزي، په دې لامل چې د تعرفې او ګمرکي ملاتړ په زور د نورو توکو مخه نیسي. پرته له دې، په اصولي توګه جنس د کیفیت او قیمت له اړخه له نورو اجناسو سره سیال شي؛ ان که په بازار کې یې بیه کمه او کیفیت یې لوړ وي، له دې امله چې بهرني جنس باندې کرایه راځي او ګمرک غواړي.»
طالبان داسې مهال پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو د زیاتېدا خبر ورکړی چې د افغانستان په بازارونو کې د ځينو خوراکي توکو بیې یو څه لوړې شوې دي. په وروستیو میاشتو کې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د توکو په بیو کې یو څه کموالی راغلی دی. ښايي پر وارداتي توکو د تعرفو له لوړولو سره یو ځل بیا په بازارونو کې د دغو توکو بیې لوړې شي.
دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې افغانستان د یو شمېر توکو لویه برخه له بهرنیو هېوادونو واردوي او کورني تولیدات د بازارونو د اړتیا پوره کولو په برخه کې لږه ونډه لرلې ده.
طالبانو داسې مهال د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر ځينو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړي چې ډېری پانګوال له افغانستانه وتلي او دمګړۍ لسګونه کارخونې د اړینې برېښنا او ګازو د نشتوالي، د مالیې ډېروالي، د اړین بازار نشتوالي او د مېرمنو پر کار بندیز له کبله د پرځېدو له ګواښ سره مخ دي او یو شمېر یې لا تړل شوې دي.