۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځايي سرچينې وايي، د کابل ـ جلالاباد پر لويه لاره د يوې ټرافیکي پېښې له امله ١٤ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
دا پېښه د یکشنبې ورځ، سلواغې په ۸مه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو «فلانکوچ» مسافر وړونکی موټر له سړکه ووت او سیند ته ولوېده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کابل ـ جلالاباد لویه لاره چې له لغمان ولایت څخه تېرېږي، د ټرافیکي پېښو له امله تر ټولو خونړۍ لار ده.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي تر څنګ د سړکونو تنګوالی هم پر دې لویه لاره د ټرافیکي پېښو لامل بلل کېږي.