۸صبح، هرات: هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن او د هغې مور وژلې دي.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه پېښه دوشنبه شپه د سلواغې پر دویمه نېټه د هرات د کهسان ولسوالۍ په اسلامکلا ښارګوټي کې شوې ده.
دغه کس ایرج نومېږي او خپل مېرمن او د هغې مور یې په ډزو وژلې دي.
ویل کېږي، چې ایرج له ایران څخه له بېرته راستنېدو وروسته تللی او خپله خواښې یې کور ته راوستې ده او د شپې له خوا یې دواړه وژلې دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه روښانه نه دي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې کورنی تاوتریخوالی په بېمخینې توګه زیات شوی او موده مخکې هم د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی و.