د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ سوات ښار کې د واټ غاړې ماین په چاودنه لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.
د سوات امنیتي مسوول سعید خان ویلي چې دغه چاودنه سه شنبه شپه د سپټمبر پر ۱۳ شوې او د پاکستاني طالبانو د مخالف قومي مشر لېږدونکی موټر یې موخه و.
د پولیسو د دغه چارواکي د معلوماتو له مخې په چاودنه کې د سولې سیمه ییزې کمېټې رییس ادریس خان، دوه پولیسان او پنځه ملکي پاکستانيان وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني د یوې بیانیې په خپرولو د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې ادریس خان په تېرو څو کلونو کې د پاکستان له امنیتي ځواکونو ملاتړ کاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دولت او د پاکستاني طالبانو تحریک مشرانو ترمنځ خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان طالبانو په منځګړیتوب په کابل کې پيل شوې وې؛ خو ناکامې شوې دي.
د پاکستان پوځي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې د ترهګرو پر پټنځایونو د دغه هېواد د ځواکونو بریدونو سختېږي.