طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش له شتونه انکار کړی دی. تازه د طالبانو دفاع وزیر ویلي چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش څخه په ملاتړ تورن کړل. دا لومړی ځل دی چې د دومره جګې کچې طالب چارواکی په ښکاره د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش سره په همکارۍ تورنوي. دغې ډلې ته نږدې رسنۍ ویلي چې د نوموړي اشاره پاکستان، ایران، ترکیې او تاجکستان ته ده. دا په داسې حال کې ده چې د ایران او پاکستان مشرانو په یوې ګډې ویناپاڼه کې ویلي چې «په افغانستان کې د اورپکو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.» پرون د روسیې دفاع وزیر هم ټينګار کړی چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته د ګواښ سرچینه له افغانستانه ده. ورته مهال، یو شمېر هېوادوال وايي چې سیمه به له طالبانو سره د تعامل بېه پرې کړي. د هغوی په خبره، له طالبانو د ملاتړو هېوادونو بېباوري مخ په زیاتېدو ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ایران، پاکستان او روسیه لومړني هېوادونه و چې په کابل کې یې خپل سفارتونه فعال پرېښودل او له دغې ډلې سره یې د تعامل لار ونیوله. دغو هېوادونو پرلپسې په سیمهییزو او نړیوالو ناستو کې له طالبانو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان له خاورې د اورپکو ډلو د ګواښ په اړه د پاکستان او ایران مشرانو له ګډې ویناپاڼې وروسته طالبانو دا هېوادونه له داعش ډلې څخه په ملاتړ تورن کړل. د طالبانو په وینا، دا هېوادونه په افغانستان کې د داعش جنګیالیو په تمویل، روزنې او لوري ورکولو کې لاس لري.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دوه ورځې وړاندې د «افغان – قزاق» سوداګرۍ فورم او نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش څخه په ملاتړ تورن کړل. نوموړي ادعا کړې: «په افغانستان کې د داعش ځاله نه شته؛ خو له بده مرغه زموږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت… یو ګاونډي هېواد کې داعش ته بشري ځواک تیارېږي. موږ ولیدل چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې په یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی. بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد پرې راتېرېږي او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته مرکزیت، تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي.»
نوموړي ویلي که دا درې هېوادونه خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي په خبره یې، په افغاستان او سیمه کې به ستونزه نه وي. که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وانخیست؛ خو طالبانو ته نږدې رسنۍ المرصاد بیا پاکستان، تاجکستان، ایران او ترکیه هغه هېوادونه یاد کړي چې په افغانستان کې له داعش څخه ملاتړ کوي.
نوموړې رسنۍ د «غدار ګاونډیان» په نوم یو مطلب کې لیکلي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د «پاکستان او تاجکستان خیانت ته اشاره کړې ده.» المرصاد ادعا کړې چې دغو هېوادونه «د سياىاې په ملاتړ دغه پروژه روانه کړې او غواړي يو ځل بيا د نړيوالو فکر خپلې خواته واوړوي او خپل ناکام سياست پلی کړي.»
طالبانو ته نږدې دغې رسنۍ د امیرخان متقي وینا خپره کړې او لیکلي دي چې په دې وروستيو کې د داعش په قضیه کې دا «رول لوبوونکي» هیوادونه تر ډېره په نوبت سره تاجکستان، ایران/ترکیه او پاکستان بلل کېږي. د المرصاد د ادعا په حواله، تاجکستاني اتباع د داعش لپاره د «سون توکو» حیثیت خپل کړی او افغانستان ته د دغې ډلې غړي د ترکیې او ایران له لارې راځي.
له دې وړاندې د ایران ولسمشر سېد ابراهیم رییسي او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوې ګډې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د اورپکو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.
په ویناپاڼه کې راغلي چې تهران او اسلاماباد یو ځل بیا د اورپکۍ او نشهيي توکو قاچاق له ګواښونو څخه لرې د سولهییز، یو موټي او خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره ژمنه کړې ده.
دا اندېښنې داسې مهال راغلي چې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په کابل کې له مالیزیايي پلاوي سره لیدنه کې ټينګار کړی چې په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ «مخربه» ډله فزیکي حضور نه لري.
ورته مهال، روسیه چې په سیمه کې د طالبانو یو بل متحد بلل کېږي، د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو پر وړاندې د اصلي ګواښ سرچینه ګڼلی ده.
د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اصلي ګواښ لا هم په افغانستان کې دېره سختدریځې ډلې دي. شویګو دا څرګندونې د قزاقستان په استانه ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د وینا پرمهال کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د توندلارو وسلهوالو ډلو شتون او د دغو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان له خوا د بهرنیو بریدونو زیاتوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د روسیې دفاع وزیر په سیمه کې د امریکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهای د همکارۍ سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ بللی او زیاته کړې ده چې امريکا هڅه کوي د خپلې واکمنۍ لپاره په اسيا او اقیانوسیه کې نوی امنيتي سيسټم تحمیل کړي.
د طالبانو تر ولکې لاندې د ترهګرۍ د ګواښ په تړاو د افغانستان ګاونډیو او سیمې هېوادونو اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې دي چې د دغو هېوادونو ډېرو یې له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې له دغې ډلې سره مخامخ تعامل لرلی دی.
یو شمېر هېوادوال له طالبانو سره د دغو هېوادونو د تعامل دوام ته په اشارې وايي چې «دا هېوادونه هم اړیکې او تعامل پالي او هم شکایت کوي.» د هغوی په خبره، طالبان د یوې «ترهګرۍ» ډلې په توګه هېڅ انساني ارزښت او د هېوادونو ترمنځ په مناسباتو باور نه لري او په وینا یې، که وس یې ورسېږي د ټولو هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخامخوي.
د کابل اوسېدونکی اجمل (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له طالبانو سره داسې چلند خپل کړی چې په خبره یې، له شک پرته پاېلې به یې په زیان تمامې شي. د نوموړي په خبره، د طالبانو رژیم سینه د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر مخ پرانېسته ده چې په وینا یې، په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کړې او دا هېواد اوس د «نړیوالو اورپکو» په خوندي مرکز اوښتی دی.
د افغانستان یو بل اوسېدونکی حسینبخش وايي چې ګاونډي هېوادونه «هم دا کوي او هم هغه.» نوموړی زیاتوي چې له طالبانو څخه د داعش او نورو اورپکو ډلو پر وړاندې د مبارزې تمه بېمانا ده. هغه ټينګار کوي چې که دا هېوادونه غواړي د ځانمرګو او خپلو وسلهوالو له بریدونو په امان شي په خبره یې، باید له یو «ډیموکراتیک او له طالبانو پاک افغانستان» څخه ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې طالبان داسې مهال په افغانستان کې د داعش حضور نه مني چې له دغې ډلې سره د مبارزې خبره هم کوي. له دې وړاندې طالبانو په وار وار په افغانستان کې د داعش له ځپلو خبر ورکړی دی. بل پلوه، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا له طالبانو پوښتي چې که داعش په افغانستان کې نه شته؛ نو په کوم منطق او کومه ژبه له دې ډلې سره د مبارزې خبره کوي؟ د هغوی په وینا، کله چې داعش ډله فزیکي حضور نه لري، نو څنګه یې ځپلې ده؟
د طالبانو له انکار سربېره، د داعش خراسان څانګې په تیرو نږدې درېیو کلونو کې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو پړه منلې ده. په کندهار او مسکو کې د داعش له بریدونو وروسته د امریکا جګپوړو امنیتي چارواکو خبرداری ورکړ چې دا ډله به په شپږو میاشتو کې د دغه هېواد په دننه او بهر کې د امریکا ګټې په نښه کړي.