۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د مقاومت جبهې د طالبانو پر یوې پوستې او دوو رنجرو توغندیز برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، دغه برید چهارشنبه د زمري پر ۱۹ ماسپښین د درې ولسوالۍ په پوجاوه سیمه کې شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د دغو بریدونو له امله ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان هم دي. د سرچینو په وینا، مقاومت جبهې په دې برید کې BM1 وسله کارولې ده.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، له برید وروسته طالبانو له څو ځایونو څخه په دره ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ځواکونو پر پټنځایونو برید کړی او د دواړو لوریو ترمنځ نښته دوام لري.
طالبانو او د مقاومت جبهې تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
پنجشېر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته، چې له یوه کال راهیسې روانه ده تازه لا سخته شوې ده.