د ماریف ورځپاڼې چې د اسراییلي له نامتو ورځپاڼو نه شمېرل کېږي، د سې شنبې په ورځ، د روان کال د اکتوبر په ۳مه یې، د افغانستان د ملي مقاومت جهبې له مشر احمد مسعود سره د مرکې په اړه یو راپور خپور کړ چې ډېر غبرګونونه یې راوپارول. لامل دا و چې مسعود څرګنده کړې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د هر هېواد مرستې ان د اسراییل مرستې مني. دغه مرکه په ظاهر ډول پاریس کې چې په دې ورځو کې مسعود مېشت دی، ترسره شوې ده. د ماریف ورځپاڼې نامتو او پخوانی خبریال ګیدون کاتز، دغه مرکه د یوه خبري کنفرانس په پای کې ترسره کړې ده. په رسنیو کې د مسعود د څرګندونو پراخ خپرېدل د ملي مقاومت جبهه یې غبرګون ته اړ کړه: « د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له هېڅ اسراییلي رسنۍ سره ځانګړې خبرې نه دي درلودلي او له هغه هېواد نه هم هېڅ مرسته نه ده غوښتل شوې. په دې اړه راپورونه په بشپړ ډول بې بنسټه دي.»
په دې برخه کې دوه پوښتنې رامینځته کیږي: ۱- احمد مسعود ولې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د اسراییل له مرستې ته هرکلی کوي؟ ۲- د ملي مقاومت جبهه ولې، له اسراییلي ورځپاڼې سره د مسعود له مرکې انکار کوي؟ البته دا پوښتنې هغه مهال کولای شي مطرح شي او ځواب وموندي چې له اسراییلي ورځپاڼې سره د ملي مقاومت د جبهې مشر مرکه ترسره شوې وي. له همدې امله، دغه لیکنه د موضوع رښتیا والي فرض کړل شوې بولي.
احمد مسعود ولې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د اسراییل له مرستې هرکلی کوي؟
۱- د امریکا متحده ایالتونو د ملاتړ ترلاسه کول
د ملي مقاومت د جبهې لپاره، له طالبانو سره د مبارزې په امر کې د امریکا ملاتړ د ارزښت وړ دی. له همدې امله، کېدای شي د اسراییل پړي ته یې لاس اچولی وي؛ ځکه د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لاره ډیر کله له تل آویو د دوستۍ له کوڅې تېرېږي. د مقاومت جبهې په تېرو دوو کلونو کې ډېره هڅه د نړۍ په تېره د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره وه، خو د پام وړ بریالیتوب یې نه درلود. د امریکا لپاره په منځني ختیځ کې د اسراییل د خوندیتوب او پاېښت ارزښت، له لمر نه روښانه دی. هغه سازمانونه او هېوادونه چې له اسراییل سره په شخړه کې شي، نه شي کولای له امریکا سره دوست شي. ځکه چې د امریکا په ټولنه کې یهودي ځبرځواکي لابي کوونکي، د دغه هېواد د دولت په دستګاه باندې ډېر نفوذ لري. په تاریخ کې داسې ډېرې بېلګې شته چې سازمانونه او دولتونه د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د اسراییلو لمن یې نیولې ده. د بېلګې په ډول، په ایران کې دولت د امریکا د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، له اسراییل سره دوست شو او هغه یې د دوفاکتو په توګه په رسمیت وپېژاند. دغه راز، مصر هغه مهال د امریکا په متحد بدل شو چې له اسراییل سره د خبرو اترو له لارې خپل مسایل حل کړل. همدا ډول، عربستان له اسراییل سره د اړیکو د عادي کېدو په لاره کې، د امریکا تر پښو لاندې سخت او نه ترسره کېدونکي شرایط ږدي؛ ځکه چې پوهېږي د تل آویو پاېښت د واشنګتن لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. ان د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې، په رسنیو کې یو خبر لاس په لاس شو چې له اسراییلو سره د طالبانو د اړیکو د ټینګښت په اړه و چې دا هم کولای شي د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره وي.
۲- د سیمې هېوادونو ته نرم غبرګون
د ملي مقاومت جبهې لکه څنګه چې ویې نه شوای کړای د لویدیځ دولتونو د بهرني سیاست دستګاه له طالبانو سره په مخالفت د ځان په ګټه وکاروي، د سیمې د دولتونو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې یې هم د پام وړ بریالیتوب نه دی درلودلی. روسیه، هند، ایران او د منځنۍ اسیا یو شمېر نور جمهوریتونه چې په تېر کې د طالبانو د ضد جبهې له ملاتړ کوونکو وو، دا ځلي هڅه کوي ترڅو د طالبانو د رضایت د ترلاسه کولو په لاره کې لګښت وکړي نه له دې ډلې سره جګړه. په دې مینځ کې، د ملي مقاومت د جبهې تمه د سیمې له هېوادونو په تېره له اسلامي هېوادونو نه ډېره ده؛ ځکه دغه هېوادونه باید پرېنږدي چې طالباني قرائت وده وکړي او تر ټولو نه مهم دا چې هغه په رسمیت وپېژني. نو له اسراییل نه د مقاومت د جبهې مرسته غوښتنه کولای شو د دغو هېوادونو پر وړاندې یو ډول نرم غبرګون وبولو؛ په دې مانا چې که چېرې د سیمې هېوادونه په تېره هغوی چې له لویدیځو دولتونو سره ښې اړیکې نه لري، د مقاومت د جبهې غوښتنو ته لبیک ونه وايي، کېدای شي اسراییلو ته لاس اوږد کړي. البته داسې نه ښکاري چې له ایران نه پرته اسلامي هېوادونه، دغه څرخ جدي ونیسي؛ ځکه هڅه یې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره ده، نه له هغه نه د لیرې والي لپاره.
۳- د یوبل منلو د انځور وړاندې کول
یو له نیوکو چې پر ملي مقاومت جبهې کېږي د اخوان المسلمین د غورځنګ له ښوونو نه اغېزمنتیا ده. دغه بحث هغه مهال نور هم تود شو چې د دغې جبهې د مشرتابه پلاوي یوه غړي په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې یوازې مسلمانان کولای شي د دغې جبهې غړي واوسي، نه نامسلمانان. د نوموړي په باور، غیر مسلمانان یوازې کولای شي ملاتړي واوسي او له جبهې نه ملاتړ وکړي. دغه راز، له یوې رسنۍ سره یې ادعا وکړه چې د هغه کس د شړل کېدو لامل چې کولای شوای د ملي مقاومت د جبهې د مشرتابه غړی واوسي، له مارکسیستي اندونو او فکرونو نه یې ملاتړ و. دغو څرګندونو په رسنیو کې منفي غبرګونونه درلودلو او دا شک یې په ذهنونونو کې رامینځته کړ چې ګواکې له اسلام نه د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې درک نږدې یو شان دی؛ په دې مانا چې د مقاومت جبهه د طالبانو په څېر له یو بل منلو سره دومره لېوالتیا نه لري او مخالف فکر نه مني. اوس، کېدای شي مسعود له اسراییلو رسنۍ سره په مرکه کې غوښتي وي خپل منځلاريتوب وښيي ترڅو وکړای شي عرفي، یوبل منلو او د ملي مقاومت له جبهې نه د غیر اخواني انځور نندارې ته وړاندې کړي.
۴- طالبانو ته ګواښ
د ملي مقاومت جبهه په تېرو دوو کلونو او څو مېاشتو کې له طالبانو سره په مخامخ یا چریکي جګړه کې بوخته ده؛ تر دې چې قرباني یې ورکړې او له طالبانو نه یې هم قرباني اخیستې ده. دغه راز یې د خبرو اترو پر ځای جګړه یې د طالبانو پر وړاندې غوره ګڼلې ده. اوس، مسعود د دې لپاره چې له طالبانو سره یې په جګړه کې خپل جدیت ښکاره کړی وي، ان له اسراییل نه د مرستې د غوښتنې د ګواښ له منلو نه یې ډډه نه ده کړې. لکه څنګه یې چې پاریس ته په خپل سفر کې او له رسنیو سره په خبرو اترو کې یې ادعا وکړه چې طالبان په سولې باورمند ندي او د ملي مقاومت د جبهې برنامه یوازې د چریکي جګړې په زیاتوالي پورې اړوند ده ترڅو پر طالبانو ډېر فشار راوړل شي او خبرواترو ته حاضر شي.
د ملي مقاومت جبهه ولې، له اسراییلي ورځپاڼې سره د مسعود له مرکې انکار کوي؟
۱- د عامه افکارو غبرګون
په اسلامي نړي په تېره افغانستان کې عامه افکار، اسراییل ته د هغه دښمن په سترګه ګوري چې د مسلمان فلسطینیانو زمکه یې غصب کړې او پر هغوی ظلم کوي. له همدې امله، له اسراییل سره د دوستۍ د اړېکې د وره پرانېستل کېدل کولای شي ګواښونکی وي. په افغانستان کې تېرو دولتونو، اسراییل په رسمیت ندی پېژندلی او طالبان هم په ظاهر ډول ځان د فلسطین ملاتړی او د اسراییل مخالف بولي. د ملي مقاومت جبهه له دې وېرې چې په افغانستان کې د عامه افکارو له غبرګون سره مخ شي، له اسراییل نه د مرستې غوښتنې د رسوا کېدو په اړه رضایت نه ښيي. دغه راز، طالبان کولای شي له دغې موضوع نه د خپل ځان د ګټې او د مقاومت د جبهې د زیان د تبلیغاتي حربې په توګه کار واخلي.
۲- د ایران غبرګون
سمه ده چې د ملي مقاومت جبهه له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو په تېره د ایران د اسلامي جمهوري له تودو اړیکو نه خوښه نده، خو نه غواړي دومره ژر له اسراییلو نه د مرستې غوښتنه یې ددې لامل شي چې له ایران سره یې اړیکه له ګواښ سره مخ شي. د اسلامي جمهوري له طالبانو سره، ښې اړیکې لري، خو کله ناکله په مقاومت جبهې هم څه ناڅه پام ساتي چې روښانه بېلګه یې، په مشهد ښار کې د دغې جبهې د استازولۍ پرانېستل کېدل او هغوی ته د فرهنګي او کله ناکله د سیاسي فعالیتونو د ترسره کولو د اجازې ورکول دي. د ایران اسلامي جمهوري له هغه ځایه چې د اسراییلو جضور نه مني او د هغه له دوستانو سره دښمن او له دښمنانو سره یې دوست دی، که چېرې د مسعود مرکه لکه څنګه چې په رسنیو کې یې په اړه تبلیغات وشول، حقیقت ولري، له شک پرته له مقاومت جبهې سره به یې اوسنۍ اړیکه هم پیکه شي چې ددې زیان به بیا ډېر وي.