د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د درملو او د طبي او جراحۍ توکو د مرستو یوه جوپه کابل کې د ماشومانو د ایندراګاندي روغتون ته ورکړل شوې ده.
دغه وزارت سهشنبه د تلې پر نولسمه ویلي، چې دغه مرستې «له افغانانو سره د هند د ځانګړو اړیکو په دوام او له افغانانو سره د بیړنۍ مرستې په اړه د ملګروملتونو سازمان غوښتنې ته په پام» ترسره شوې دي.
د «هندوستان ټایمز» د راپور له مخې هند تر اوسه ۴۵ ټنه روغتیایي مرستې، چې ژغورونکي او د نريرنځ ناروغۍ ضد درمل، ۵۰۰ زره د کوویډ ـ ۱۹ واکسین او د جراحۍ توکي له افغانانو سره مرسته کړې.
هند په تېر یوه کال کې د عطاري – واګه ځمکنۍ پولې له لارې ۴۰ زره ټنه غنم هم افغانستان ته رالېږلي دي.
نوي ډیلي تېر کال ژمنه وکړه، چې افغانانو ته ۵۰ زره ټنه غنم ورکوی، خو د پاکستان له خوا د تپل شویو شرایطو له امله د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.