۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال او سرپرست مارکس پوټزل د افغانستان له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره په کتنه کې، د افغان ښځو له حقونو د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
یوناما یکشنبې د تلې په درېیمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ښاغلي پوټزل نن په کابل کې د ملګروملتونو سازمان په دفتر کې له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په اقتصاد کې د ښځو د فعال حضور او ونډې د حیاتي اړتیا په هکله بحث او خبرې اترې شوې دي.
د ویلو ده چې د بشري حقونو په تېره بیا ښځو د حقونو رعایتول د طالبانو په واکمنۍ کې توده موضوع ده.