۸صبح ارزګان: په ارزګان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې (FPO)په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز ترينکوټ کې د وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د نږدې ۷سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوې پروژې چارې پیل شوې دي.
د پروژې تطبیق کوونکې موسسې (ANCC) ولايتي مسؤل محمد نسيم همتزی وايي، چې په دې پروژه کې به ۴۳۵۴ کسانو ته د کار زمينه برابره شي. هغه وايي، د يادې پروژې له لارې به ۱۰ د اوبو کاريزونه پاک او څلور د اوبو واړه بندونه جوړ کړي. نوموړي زیاتوي، د دوی هڅه دا ده، چې ارزګان کې خلک د وچکالۍ له ګواښ څخه وژغوري. د همتزي په وینا، هر کارګر ته د هرې ورځې د کار په بدل کې پیسې ورکول کېږي. دی وايي، ياده پروژه یې په سيمه کې د خلکو په غوښتنه پیل کړې ده.
په همدې تړاو یاد ولايت کې ځايي اوسيدونکي د دې پروژې له تطبیق څخه خوښ دي او زياتوي، چې سږکال د يوې سختې وچکالۍ سره لاس او ګریوان دي. دوی وايي، په سیمه کې کرنيزې ځمکې وچې شوي او ان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د مرکز ترينکوټ يوه اوسيدونکي عبدالکريم وايي، چې د خوړو او کرنې سازمان د دغې پروژې په پلي کولو سره هيله لري چې د وچکالۍ کچه يې تر يوه حده کمه شي. هغه وویل: «سږګال د ګرمۍ په زیاتېدو سره څاګانې وچې شوي او په زیاتره سیمو خلک ان د څښاک اوبه هم نه لري، دې پروژه سره خلک خوشحال دي او هیلې لرو، چې وچکالي کمه شي.»
په ورته مهال د دې ولايت د صديق الله په نوم يو بل اوسيدونکی وايي، چې په تېرو وختونو کې به د ورښتونو له امله سيمې ته سېلابونه راتلل او خلکو ته به یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړول؛ خو زیاتوي، چې هیله لري چې دې پروژه سره یې دا ستونزه هواره شي. هغه وویل: «هر کال د ژمي په موسم کې چې دلته باران کېږي، نو سېلابونه راشي، مونږ ته غټ زیانونه را اړوي؛ خو اوس چې د اوبو دغه ډیم جوړېږي، ورسره به زموږ د وچکالۍ ستونزه حل شي، موږ غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې هم دغه ډول پروژې پلي شي.»
د محمد شريف په نوم يو ۲۵ کلن ځوان چې په دې پروژه کې ورته کار موندل شوی، ډېر خوښ دی او په وینا يې، له تيرو څو مياشتو راهیسي اوزګار و، چې اوس ورته د کار زمینه برابره شوې. دی همداراز له نورو موسسو څخه هم غوښتنه کوي چې په ارزګان ولایت کې دغه ډول پروژې عملي کړي.
د ویلو ده، چې سږکال په ټول افغانستان کې سختې وچکالۍ کروندګرو ته ډېر زيانونه اړولي او په ګڼو سيمو کې خلکو خپلې کرنيزې ځمکې د اوبو د نشتوالي له امله نه دي کرلي.