یو پلورونکی د طالبانو له خوا له وهلو ټکولو وروسته په روغتون کې ومړ

۸صبح، فاریاب: فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د سړک غاړې یو پلورونکی په دغه ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان د ورور له خوا وژل شوی دی.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، د محمد طاهر په نوم د سړک غاړې یو پلورونکی چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له خوا وهل ټکول شوی و له پنځه ورځې کوما حالت وروسته سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ په روغتون کې ومړ.
فاریاب کې د طالبانو د یوه قوماندان ورور په داسې حال کې محمد طاهر په قنداق په سر وواهه چې لاسي کراچۍ یې له سړک څخه د تېرېدو پرمهال د طالبانو له رنجر سره لګېدلې وه.
د محمد طاهر خپلوان وایي چې نوموړی د نهه کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرست و. د محمد طاهر له مړینې سره د ده کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوې ده.
د دغه کس پر وهلو ټکولو تورن کس تراوسه نه دی نیول شوی.
طالبان له دې مخکې هم څو ځله له عامو وګړو سره پر ناوړه چلند تورن شوي؛ هغه کړنه چې کله کله د خلکو د مړینې لامل ګرځي.