۸صبح، لوګر: لوګر کې یوه ښوونکي په دغه ولایت کې ۵۰۰ بېوزله زده کوونکو ته په خپل شخصي لګښت درسي توکي برابر او ورکړي یې دي.
د ځایي معلوماتو له مخې عید محمد روحاني، چې په میرال ښوونځي کې ښوونکی دی چهارشنبه د وږي پر ۳۰ پنځه ډوله درسي مواد د لوګر په مرکز ملک شیراحمد کوچي او پساب ښوونځیو کې زده کوونکو ته وېشلي دي.
دغه ښوونکي د دې کار موخه له زده کوونکو سره مرسته او د هغوی هڅول بللې، چې د ده په وینا هغوی د ترټولو کمو درسي موادو د برابرولو وس نه لري.
د ویلو ده، چې له دې مخکې لوګر کې یو شمېر اوسېدونکو او ښوونکو له خپلې شخصي بودیجې یوه ښوونځي ته پنځه درسي ټولګي جوړ کړي وو.