۸صبح، پکتیا: پکتیا کې ولسي سرچینې وايي، چې ناپېژانده وسلهوالو د «پکتیا د دارالمعلمين» یو استاد وژلی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۹ د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند اریانا پمپ سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا ښوونکی بختمحمد همت نومېده او لومړی ټپي شوی و؛ خو روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې، په پکتیا کې دا په تېره یوه میاشت کې څویمه پېښه ده، چې د ناپيژاندو وسله والو له خوا کېږي.