۸صبح، پکتیا: په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د روژې پر لومړۍ ورځ د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله یو ځوان ووژل شو.
دا پېښه دوشنبه د کب پر ۲۱مه له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز په ګردیز کې شوې ده.
وژل شوی کس اکبرالدین نومېده او په چړو وهل شوی دی.
ورته مهال، په پکتیا کې ځايي طالب چارواکو هم د دغې پېښې پخلی کړی دی.
طالبانو ویلي د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پېل کړې دي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مزارشریف کې یو ځوان وژل شوی او دغه راز په بادغیس کې په مرموز ډول یوه ښځه وژل شوې ده.