۸صبح، کابل: د طالبانو د پوهنې وزارت له یوه ترکي بنسټ سره د هوکړهلیک له لاسلیکولو خبر ورکړی، چې له مخې یې ټاکلې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړې شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت شنبه د لړم پر ۷ نېټه د ترکیې هېواد له ایډیف خیریه بنسټ سره هوکړهلیک لاسلیک کړ.
هغه ولایتونه، چې ټاکل شوې دیني مدرسې پکې جوړې شي نه دي په ډاګه شوي.
د دغې پروژې لګښت ۲۵ زره ډالر اټکل شوی دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت په داسې حال کې د دیني مدرسو جوړولو ته پام کړی، چې په ډېری ولایتونو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.