۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار مرکز جلالاباد کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
دا نندارتون چې نن یکشنبه د کب پر ۸ په جلالاباد ښار کې جوړ شوی، د ۳۰ تولیدي کارخونو تولیدات پکې نندارې ته اېښودل شوي دي.
په دغه نندارتون کې خوراکي او غیرخوراکي توکي لکه شات، لبنیات، بیسکټ، د لمریزې برېښنا سیسټم، دیګ بخار، تراکتور، تریشر، د جامو مینځلو صابون او ګڼ نور توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
یاد شوی نندارتون چې موخه یې کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه په ګوته شوې، د خراسان پوهنتون او صنعتکارانو له لوري په ګډه جوړ شوی دی.
د خراسان پوهنتون رییس طارق کمال وايي، د دغه دوه ورځني نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته د خلکو پام اړونه او د پانګوالو هڅول دي.
له بلې خوا د ننګرهار د صنعت او کارخونې مشر حاجي تور ملنګ دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې ګټوره لار بولي او زیاتوي، چې له دې سره کورنیو تولیداتو ته په اسانۍ بازارموندنه کېدای شي.
ورته مهال ځینو صنعتکارانو او د دغه نندارتون ګډونوالو له چارواکو غوښتي، چې کورنیو تولیداتو ته په کور دننه پاملرنه وکړي.