که څه هم پر هېواد د یوې ترهګرې ډلې په واکمنېدو سره دا تمه نه شي کېدای چې ښه خبرونه به ترې خپاره شي، خو په دې ورځو کې تر بل هر وخت بد خبرونه خپرېږي. د افغانستان د ازادو رسنیو ورځنیو خبرونو ته په کتو دا کافي ده چې وګورو د طالبانو له لوري د خلکو بندیانولو او زندان ته اچولو څومره زور اخیستی دی. د دې اونۍ تر ټولو مهم خبر په بدخشان او بغلان کې پر ښځو د طالبانو د ظلمونو او تعرضونو پر ضد د افغانانو اعتراض و. ورپسې بل مهم خبر د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پر خلکو د کوچیانو وسله وال برید و، چې تر شا یې بیا هم طالبان دي. په همدې ډول هره ورځ په ازادو رسنیو کې د طالبانو لخوا د خلکو د تښتولو او زنداني کولو، په درو وهلو او وژلو خبرونه خپریږي. که موږ د پرونیو خبرونو سرلیکونو ته وګورو، وینو چې ډیری دا پېښې په همدې مواردو کې دي؛ داسې حالت چې ښيي د افغانانو حالت ډېر خراب دی.
دلته يوازې پرونيو پېښو ته کتنه کوو: پرون سهار مو د پروان ولايت د سيمه ييز خبريال ندا محمد نوري د نيول کېدو له خبر سره پيل کړ او په خوست کې د شاعر او لیکوال فريدون ريان د نيول کېدو له خبر سره د شپې ويده شوو. د دغو دوو نیونو ترمنځ د طالبانو لخوا د نیونو، شکنجو، وژلو، درو وهلو او وهلو ټکولو ډېرې پېښې شوې دي، چې ځینې یې ازادو رسنیو ته هم رسېدلي دي. په هېواد کې د اطلاعاتو په خپریدو باندې د سختو محدودیتونو له امله، ټولې پیښې – که ښه دي او که بدې – د رسنیو تر پوښښ لاندې نه راځي؛ خو هغه لږې پیښې چې خبری پوښښ ورکول کیږي، دا ښیي چې د ټولنې بیلابیل پاړکي د طالبانو له لوري له ډول ډول خطرونو سره مخ دي.
پرون په پروان کې د ندا محمد نوري له نيول کېدو وروسته په پنجشير ولايت کې د يوه ښوونکي د نيول کېدو خبر په رسنيو کې خپور شو. څو شېبې وروسته رسنیو په تخار ولایت کې د دوو پخوانیو نظامیانو او یوه ملکي وګړي د نیولو خبر خپور کړ. د تخار د خبر له خپرېدو یو ساعت وروسته رسنیو خبر ورکړ چې په کندهار ولایت کې د دوو هېوادوالو مړي موندل شوي دي. د نورمحمد مړی په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې او د دویم کس مړی د کندهار ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې موندل شوی دی. لکه څنګه چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هدفي خو مرموزو وژنو پېښې ورځ په ورځ زياتېږي او په ښکاره د طالبانو مخالفين او د تېر حکومت امنيتي ځواکونه په نښه کېږي، په دې کې شک نشته چې د ددغو پېښو تر شا د طالبانو جنګيالي او قوماندانان دي او هغه څه چې ملا هبت الله د «عمومي بخښنې» نوم پرې اېښی و، یو تش شعار او تېر اېستنه وه.
په کندهار کې د جسدونو د خبر له خپرېدو شاوخوا درې ساعته وروسته رسنیو د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړ چې دغې ډلې په پکتیا ولایت کې درې تنه د «بې عزتۍ، سپکاوي او غلا» په تور په درو وهلي دي. تر هغې وروسته په جوزجان ولایت کې د سېلاب له امله د دوو هېوادوالو د مړینې خبر خپور شو. دا یوازینی بد خبر و چې طالبان یې عاملان نه وو. ورپسې د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د یوه ۳۵ کلن سړي د وژل کېدو خبر خپور شو چې طالبانو ادعا وکړه چې د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی. خو واقعیت دا دی چې که دا ټولې مرموزې وژنې د طالبانو په لاس نه وي نو ډېری یې د دې ډلې په لاس دي، اوغالباً یې انګیزه غچ اخیستنه ده.
نو د دې احتمال ډېر دی چې په کندهار او بادغیس کې د وژنو تر شا د طالبانو لاس وي، په ځانګړې توګه د طالبانو په رژیم کې چې له طالبانو پرته د نورو لپاره د وسلو ګرځول ستونزمن کار دی. که په هېواد کې کومې ډلې یا قشرونه وسلې ګرځوي، نو د طالبانو ملاتړ ورسره دی. وروستی بد خبر پرون د طالبانو لخوا په خوست ولایت کې د یوه شاعر او لیکوال نیول وو. بې له شکه چې په دې موده کې داسې ډېرې پېښې شوې چې د رسنیو له لاسرسې لېرې پاتې دي.
پرون یوازینی ښه خبر په نړیواله درجه بندۍ کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې څو درجې لوړوالی و.
مسأله دا ده چې ولې دومره نیول، تړل او وژل روان دي؟ ولې د طالبانو امنیتي بنسټونه د مرموزو وژنو مخه نه شي نیولای؟
که دویمې پوښتنې ته لومړی ځواب ورکړل شي، باید وویل شي چې د طالبانو د ډلې امنیتي بنسټونه کولای شي په هېواد کې د مرموزو وژنو مخه ونیسي، یا لږ تر لږه د هغې شمېر کم کړي، خو په قصدي ډول وضعیت نه کنټرولوي. دلیل یې دا دی چې ډېری دا وژنې پخپله طالبان ترسره کوي او په اکثرو مواردو کې قاتل هغه څوک دی چې د طالبانو په یوه امنیتي ارګان کې رسمي دنده لري او د امنیت د ټينګښت شعارونه ورکوي. په دې دلیل چې په ډیری مواردو کې په نښه شوي کسان هغه کسان دي چې د طالبانو په تړاو خوشبینانه نظر نه لري، د دې احتمال شته چې دوی د دې ډلې له غچ اخیستنې سره مخ شوي وي. طالبان په ټولنه کې ډېر مخالفین لري، چې لږ شمېر یې وسله وال دي او د نظامي ډلو او جبهو په اډانه کې له دغې ډلې سره جنګېږي. د طالبانو پاتې مخالفین د وسله والې جګړې په ډګر کې حضور نه لري او په ځینو مواردو کې پیژندل شوي او په نښه کیږي. د طالبانو د یوه مخالف لمنځه وړل د طالب جنګیالي یا قوماندان لپاره نه سخت کار دی او نه هم ګران. که د ډلې غړي تر ټولو ناوړه جرم هم وکړي، طالبان یې نه محاکمه کوي، خو خلک په تشو او بې ځایه تورونو زندان ته اچوي او شکنجه کوي یې. ډېر داسې موارد شته چې تورن کسان له دې پرته چې جرم یې ترسره کړی وي، د دې ډلې په سختو زندانونو کې د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکوي. د طالبانو امنیتي بنسټونه پخپله د دغو مرموزو وژنو د یوې برخې مسوول دي، لکه څنګه چې د دې ډلې د جنګیالیو لخوا د مخالفینو د وژلو او پر عمومي لارو د هغوی د جسدونو د غورځولو په تړاو راپورونه او روایتونه خپاره شوي دي، یوه بیلګه یې په بلخ ولایت کې د یوې اعتراض کوونکې ښځې نیول او بیا یې د طالبانو لخوا وژل وو، چې په پای کې یې د هغې مړۍ د سړک پرغاړه وغورځاوه. د طالبانو امنیتي بنسټونه عملاً یا پخپله په وژنو کې ښکېل دي او یا ترې په غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي او نه غواړي چې مخه یې ونیسي.
دا چې ټولنه ولې په پراخه توګه د طالبانو له نیونو او شکنجو سره مخ ده، لامل یې د طالبانو رسمي تګلاره ده. د طالبانو رسمي تګلاره د خلکو وېرول دي. دا ډله په دې دلیل چې خدمتونه نه شي وړاندې کولای او د یوه دولت په بڼه نه شي راڅرګندېدای، خلک وېروي. د طالبانو مشرتابه پر دې ښه پوهېږي چې د افغانستان خلک له دغې ډلې سره سخت مخالف دي او که موکه او فضا ورته برابره شي، پر وړاندې درېږي. په دې صورت کې د طالبانو واکمني پای ته رسېږي. د دې لپاره چې طالبان د ولسي پاڅون مخه ونيسي، له دوو زيات غوراوي نه لري: يا د خدمتونو په وړاندې کولو سره خلک راضي وساتي او د هغوى حقونو او ازادیو ته درناوى وکړي او يا يې ووېروي. څرنګه چې طالبان د خدماتو د وړاندې کولو توان نه لري او له حقونو او آزادیو سره له لویه سره دښمني لري، یوازې دویم غوراوی ورته پاتې دی: وېره. طالبان چې څومره تاوتریخوالی کاروي، له یو څه مودې وروسته هغه تاوتریخوالی نور کار نه کوي او دا ډله لا متنوع او سخت تاوتریخوالی کاروي. په همدې ډول په ټولنه کې په پرلپسې ډول وېره او ترور خپروي او په خلکو کې وېره ژوندی ساتي څو د ولسي پاڅون مخه ونیسي.
کله کله د طالبانو نیونې او تښتونې هېڅ پلمه او دلیل نه لري. یوې سرچینې چې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د څلويښتم ریاست په زندان کې د نږدې یوې اوونۍ تېرولو تجربه لري، راته وویل چې طالبانو نوموړی له بازاره ونیوه او په نږدې یوې اوونۍ کې پرې هېڅ تور نه دی لګولی او له ډېرې فزيکي او روحي شکنجې وروسته یې خوشي کړ. هغه حیران و چې ولې یې ونیوه او ولې یې د دوسیې له جوړولو او پرې د تور له لګولو پرته خوشي کړ. دا ډول پېښې ډېرې پېښېږي او لامل يې دا دی چې د بې ګناه خلکو نيول په ټولنه کې وېره او وحشت رامنځته کوي او نور خلک له خپل سیوري هم ډاریږي. په نورو موادرو کې کله چې طالبان یو څوک په کوم دلیل یا له کوم دلیل پرته ونیسي، نو په هغه باندې ډېری داسې ناسم تورونه لګوي چې د سړي عقل ورته کار نه ورکوي. داسې روایتونه او راپورونه هم خپاره شوي چې دغې ډلې د دوی پر ضد یوه ښځه یا یو سړی په یوه تور نیولی او بیا یې هغه تور هېر کړی او بل تور یې پرې لګولی دی. دا ډول پېښې ښيي چې د دوسیو جوړولو او نیونو پراخه څپه د طالبانو رسمي تګلاره ده او د دې ډلې د وېرې د ستراتېژۍ یوه برخه ده.