۸صبح، بادغیس: بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د کب په ۸مه د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په روجهي کلي کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وواژه.
ترلاسه شوي معلومات ښیي چې دغې پېغلې نجلۍ په ډزو سره خپل ژوند پای ته رسولی.
په بادغیس کې د دغې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې لامل کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.
په بادغیس کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون په کندز ولایت کې هم یوې اتلس کلنې نجلۍ د اجباري واده له امله ځان وژنه وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ځوانو نجونو د ځان وژنې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. جبري ودونه، کورنۍ تاوتریخوالی او بې وزلي د نجونو د ځان وژنې اصلي لاملونه بلل کېږي.