۸صبح، کاپيسا: د کاپيسا ولایت ځایي مسوولین وايي، چې یو اتلس کلن ځوان د دې ولایت د صیاد په سیند کې ډوب او مړ شوی دی.
دا پېښه یکشنبه د چنګاښ پر نولسمه د دغه ولایت د مرکز اړوند صیاد سيند کې شوې ده.
د پروان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، چې دغه ځوان صفي الله نومېده او د کابل د څرخي پله سیمې اوسېدونکی و.
د هغه په وینا، د صفي الله دوه ملګري هم په سیند کې ډوب شوی وو، خو د سیمې د اوسېدونکو له خوا وژغورل شول.
د اوړي په موسم کې زیات شمېر هېوادوال د لامبو او تفرېح لپاره د کاپیسا صیاد سیمې ته ورځي. له دې مخکې هم په دغه ځای کې ورته پېښې شوې دي.