د پروان او کاپیسا یو شمېر اوسېدونکو په روژه کې د لومړنیو خوراکي توکو له لوړو بیو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی وايي چې هټۍوال په «لوړه بیه پلور او احتکار» کوي. د دغو ولایتونو د اوسېدونکو په خبره، د طالبانو له لوري په بازار کې له نرخنامو د سمې څارنې نه کېدل د دې لامل شوی څو په خبره یې، هټۍوال توکي په خپله خوښه وپلوري. هغوی وايي چې د لومړنیو توکو په بیو کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو لوړوالی راغلی دی. د یادو ولایتونو اوسېدونکو په دې برخه کې د جدي څارنې غوښتنه کړې ده. ورته مهال، د اقتصادي چارو ځيني کارپوهان بیا د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل د عرضې کمی او د تقاضا ډېروالی بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي توکو د اړتیا د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې اقتصادي ننګونو او بشردوستانه ناورین د خوراکي توکو د مرستو غوښتنه زیاته کړې ده.
د روژې میاشتې له رارسېدو د هېواد په بازارونو په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. د پروان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د خوراکي توکو د پېر وس نه لري؛ خو بیا هم سوداګر او هټۍوال د نورو هېوادونو خلاف د توکو بیې لوړې کړې دي.
دادالله د چاریکار ښار اوسېدونکی دی چې له کلونو راهیسې کراچۍ چلوي. نوموړی چې د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې عاید لري، وايي چې د لومړنیو خوراکي توکو د لوړې بیې له کبله د دغو توکو د پېر وس نه لري. د پروان دا اوسېدونکی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د روژې په لومړیو ورځو او له هغې وړاندې بیې ښې وې، خو اوس د ټولو توکو په بیو کې لوړوالی راغلی دی. افغانستان یوازې په نوم اسلامي ملک دی، خو په اصل کې په دغه هېواد کې ظلم روان دی.»
د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو په خبره، په روژه کې د اوړو په بیه کې ۱۵۰ افغانۍ، وریجو کې ۲۰۰ افغانۍ او د شیدو او مستو په ګډون د نورو لبنیاتو په بیو کې له ۲۰ تر ۴۰ افغانیو لوړوالی راغلی دی.
د کاپيسا د حصهدوم ولسوالۍ اوسېدونکی فرزاد فروتن له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «له درېیو ورځو راهیسې هره ورځ د لومړنیو خوراکي توکو په بیه کې بدلون راځي. مثلاً د هرې بورۍ اوړو او وریژو بیه د هټۍوالو په خبره له یو تر څلورو ډالرو لوړه شوې ده. مثلاً د غوړیو یو ۱۴ لیتره بوشکه یو زر او ۴۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۵۵۰ افغانیو ته پورته شوې ده.»
اوسېدونکي بیا هټۍوال په «لوړه بیه پلور او احتکار» تورنوي او زیاتوي چې د طالبانو له لوري په بازار کې د نرخنامو د دقیق څار نشتوالی د دی لامل شوی څو په خبره یې، هټۍوال په خپله خوښه توکي وپلوري.
د پروان جبلالسراج ولسوالۍ اوسېدونکی نصیرالله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «زموږ په هېواد کې قانون نه شته. بیا له نمایشي نرخنامو څارنه کوي. هر کال هټۍوال په لوړه بیه په پلور او احتکار لاس پورې کوي.» نوموړی زیاتوي: «طالبان د بازارونو د کنټرول وس نه لري. که لري یې هم، بیا له غله سره د جوال خوله نیسي. د ښاروالۍ استازو ته چې سوداګر او هټۍوال یو څو روپۍ ورکړي، دنیا ګل و ګلزار شي. ټول هټۍوال داسې نه دي، دا چاره د لویو سوداګرو له خوا کېږي او واړه هټۍوال اړ دي بیې لوړې کړي.»
ورته مهال، د اقتصادي چارو ځيني کارپوهان بیا په بازارنو کې د لومړنیو توکو بیو لوړوالی د توکو کمه عرضه او د تقاضا ډیروالی یادوي. اقتصادي کارپوه مجیب عثماني له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «تر ډېره افغانستان لومړني توکي له ګاونډيو هېوادونو واردوي او دا تر ډېره مسلمان هېوادونه دي چې په خبره یې، هلته هم په روژه کې د تقاضا کچه پورته ځي. افغانستان ته د هېوادونو واردات کم شوي او تضاضا ډېره شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي توکو د اړتیا د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان یکشنبه د کب پر ۲۷مه په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونو او بشردوستانه ناورین د خوراکي توکو د مرستو غوښتنه زیاته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونو بشردوستانه ناروین لا ژور کړی دی. دغه بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بدلون وروسته، تورم یا انفلاسیون له ۱۸ سلنې لوړ شوی؛ خو له ۲۰۲۲ کال راوروسته مخ په ښکته روان دی.
د یادونې ده چې هر کال د روژې میاشتې په رارسېدو په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړېږي. که څه هم په هېواد د طالبانو ښاروالۍ د خوراکي توکو بیو لپاره نرخنامې ویشي؛ خو په سمه توګه عملي کېږي نه.