۸صبح، کاپیسا: په کاپیسا کې طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي د خپلې مېرمنې ورور وژلی دی.
دا پېښه شنبه، د کب پر ١٢مه د کاپيسا ولايت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ د «قلعه ريګي» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د کاپیسا د طالبانو امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې وژل شوي کس ۳۲ کاله عمر لرلو او د ښکار پر وسلې یې ژوند ته د پای ټکی اېښودل شوی دی.
وژل شوی کس نصرتالله نومېده او د خپلې خور له خاوند سره تر لفظي شخړې وروسته لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
طالبانو د دغې پېښې یو تورن کس نیولی دی.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی دی.
څه موده وړاندې هم په کاپیسا کې یوه ۳۵ کلن سړي خپل پلار د ښکار ټوپک په ډزو وواژه.