په جوزجان کې يو ځوان، د ناپېژاندو وسله والو لخوا تر تښتولو وروسته وژل شوى

۸صبح، جوزجان: د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د ناپېژانده وسله والو لخوا یو ځوان له تښتولو وروسته، وژل شوی دی.
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ تحقيقاتو آمر ملا شمس الله وثيق نن جمعه (وری۴)، دغه پيښه تاييد کړه.
وژل شوی ځوان (عبدالهادي) ۳۰ کاله عمر درلود او تېره ورځ د ميمنې ښار له کوکګونبد سيمې څخه تښتول شوی او بيا وژل شوی دی.
ویل شوي، چې ددغه ځوان مړی، د سرپل ولایت د مرکز اړوند (امام جعفر) کلي کې موندل شوی دی.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دې وژنې انګېزه څه وه.
په تېره يوه اوونۍ کې، دا د وژنې پنځمه پېښه ده چې په جوزجان او فارياب ولايتونو کې رامنځته کېږي.