۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دوو طالب جنګیالیو ترمنځ وسلهواله نښته کې یو ځوان وژل شوی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه جمعهشپه د وري پر ۱۰مه د جلالاباد ښار په اوومه ناحیه کې د تراویح له لمانځه وروسته رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس نظيفالله نومېده او پر سر د مرمۍ لګېدو له امله یې ژوند بایللی دی.
تراوسه د دغې نښتې لامل نه دی څرګند.
طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل نه دی چې هېوادوال د دغې ډلې د خپلمنځي نښتو له امله وژل کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم ورته څو پېښې ثبت شوې دي.
په ننګرهار کې د مرغومې پر ۱۸مه هم یو ځوان هغه مهال د طالب جنګیالیو د ټوپک ښکار وګرځېد چې غره کې د «سون لرګیو» پر راټولولو بوخت و.