د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تهران پر ضد د لا زیاتو بندیزونو لپاره د اروپايي ټولنې غړو د هوکړې په غبرګون کې ویلي چې دا ټولنه باید «د اسرائیل د رضایت لپاره د واشنګټن مشورې» ونه مني.
عبداللهیان دا څرګندونې سېشنبه د غويي پر ۴مه په خپله اېکسپاڼه کې کړې دي.
دی څرګندوي: «دا د خواشینۍ وړ ده چې اروپایي ټولنه په چټکۍ سره د ایران پر ضد د لا زیاتو ناقانونه بندیزونو د لګولو هوکړه کوي، یوازې د دې لپاره چې ایران له خپل حق څخه د دفاع په خاطر د اسرائیل بېباکه رژیم د تېري پر وړاندې ګام واخیست.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي چې د ایران پر ځای پر اسرائیل بندیزونه ولګوي.
هغه زیاتوي: «په داسې حال کې چې د اسرائیل رژیم د ګډو جنګي جرمونو او راکټي بریدونو په ترسره کېدو او د قحطۍ په رامنځته کېدو سره د فلسطینیانو نسل وژنه روانه کړې، د اروپایي ټولنې غبرګون تقریباً له تشو الفاظو پرته بل څه نه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل ویلي چې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اصولي ډول پر ایران د بندیزونو د لګولو په تړاو هوکړه کړې ده.
دغو وزیرانو پرون په لوګزامبورګ کې له اوکراین سره د پوځي مرستو، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کموالي او پر تهران د نویو بندیزونو په هکله خبرېاترې کړې دي.
اروپايي ټولنې د ایران پر ضد نوي بندیزونه وروسته له هغې ولګول چې دغه هېواد ۱۰ ورځې دمخه پر اسرائیل د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.