د اروپايي ټولنې هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران راټولېږي څو د اوکراين د هوايي دفاع د پياوړتيا او پر ايران د بنديزونو د غځېدو په هکله خبرېاترې وکړي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې چې دا ناسته نن دوشنبه د اپرېل پر ۲۲مه په لوګزامبورګ کې جوړه شي.
د ډیپلوماټانو په خبره، د اروپايي ټولنې هېوادونه به په دې ناسته کې د بالستیک توغندیو د تولید له کبله پر ایران د نویو بندیزونو د وضع کولو په هکله پرېکړه وکړي.
د اروپايي ټولنې ځیني هیوادونه په دې لټه کې دي چې پر نورو غړو فشار راوړي څو «سپاهپاسداران» د دې ټولنې له خوا د «ترهګر» سازمان په توګه وپېژندل شي.
د تهران له خوا پر اسرائیل د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له برید وروسته، د اروپايي ټولنې وزیران د ایران پر ضد د نویو بندیزونو په هکله د یوې هوکړې په لټه کې دي.
اروپايي ټولنه دا مهال پر ايران د بنديزونو څو پروګرامونه لري چې د دغه هېواد د وسلو د پروګرامونو، د بشري حقونو د سرغړونو او روسيې ته د پوځي بېپيلوټه الوتکو د لېږلو په غبرګون کې لګول شوي دي.
د اروپايي ټولنې دېری غړو هېوادونو د ايران د بېپيلوټه الوتکو د پروګرام په تړاو د بنديزونو د غځېدو او په منځني ختيځ کې خپلو پلويانو ته د تهران د وسلو د لېږد د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې دوی تر اوسه د داسې اقدام لپاره قانوني بنسټ نه دی موندلی او ډاډه نه دي چې د ټولنې ټول غړي یې ملاتړ وکړي.
رویټرز په دې راپور کې د اوکراین د انرژۍ پر زیرمو د روسیې د هوايي بریدونو زیاتوالي ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې حکومتونه تر فشار لاندې دي چې کییف ته د پاټریوټونو په څېر لا زیات هوايي دفاعي وسایل برابر کړي.
په داسې حال کې چې کییف د امریکا متحده ایالاتو په پارلمان کې د ۶۰ ملیارډه ډالرو مرستې کڅوړې په تصویب سره د جګړې د دوام لپاره پیاوړی شوی، خو د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بوریل او د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې اوکراین ته د وسلو لېږد په ځانګړي ډول د هوايي دفاع هڅې زیاتې کړي.
اوکراین په وروستیو میاشتو کې د بشري ځواک د کموالي او د پوځي او همداراز د دفاعي وسلو د برابرولو په برخه کې د ستونزو له کبله د جګړې ډېرې جبهې روسیې ته پرېښې دي.