۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه هېواد به طالبان په رسمیت ونه پېژني.
په دغه راپور کې چې دوشنبه د غويي پر ۳مه خپور شوی راغلي، امریکا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې څو طالبان یا کوم بل ارګان د «افغانستان د حکومت» په توګه په رسمیت وپېژني.
د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان له قوانینو او په نړۍوالو کنوانسیونونو کې د دغه هېواد له ژمنو سره په ټکر کې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال په هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت ناوړه شوی ځکه نه یوازې دا چې د کار او زدهکړو له حقه بېبرخې دي؛ بلکې د طالبانو پرلپسې فرمانونو هم د دوی فعالیتونه تر کوره محدود او ایسار کړي دي.
په راپور کې وژنه، سخته فزیکي ځورونه، د ښځو لپاره ناوړه او ژوند ته ګواښونکي شرایط، ناحقه نیول او انسانتښتونه، ورکېدل، په خصوصي حریم کې خپلسری یا ناقانونه دخالت او د احتمالي سرغړونو په خاطر د کورنۍ غړو ته سزا ورکول، له بشري حقونو څخه سرغړونه بلل شوې ده.
د اداري فساد شتوالی، د بشري حقونو پر کورنیو او نړۍوالو سازمانونو سخت بندیزونه لګول، د کورني تاوتریخوالي په ګډون د جندر له مخې تاوتریخوالی، جبري ودونه او نور تاوتریخوالي هغه څه دي چې دغه راپور کې په ډاګه شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هزارهګانو، سکانو، هندوانو، شیعهګانو، سلفيانو، احمدیانو او همجنسبازانو په ګډون د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه هم موجود دي.
په دغه راپور کې زیاته شوې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قانون حاکمیت په پراخه کچه له پامه غورځول شوی او هغه کسان چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي له مجازاتو څخه معاف دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معتبرو راپورونو په حواله ویلي چې طالبانو او د داعش خراسان څانګې په تېر کال کې ان تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان په خپلو لیکو کې استخدام کړي دي.
برسېره پردې، د طالبانو په واکمنۍ کې وسلهوالې ډلې بهرني وګړي، د نادولتي بنسټونو روغتيايي کارکوونکي او ملکيان ګواښي، لوټوي او تښتوي.
که څه هم طالبانو د دغه راپور په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دغې ډلې تل تر خپل واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو قضیې دروغ بللې دي.
د ویلو ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د غزې په ګډون په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې د بشري حقونو د وضعيت په هکله خپل راپور وړاندې کړى دى.