۸صبح، کابل: د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د زمري پر اتهويشتمه د عاشورا او د خپلواکۍ د ۱۰۲ کليزې په مناسبت د يو ګډ ويډيوي پيغام په خپرولو له طالبانو سره د شويو خبرو اترو پايلې اعلان کړې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په دغه پيغام کې وويل، له طالبانو سره اوږدې او مفصلې خبرې شوې، خو پر اساسي موضوعاتو لا بحثونه نه دي پيل شوي.
عبدالله عبدالله زياته کړه، له طالبانو او نورو مشرانو سره سلامشورې او خبرې اترې پيل شوي او لا هم دوام لري. د نوموړي په خبره، تمه ده چې ډېر ژر به پر اساسي موضوعاتو هم خبرې پيل شي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس وويل، د افغانستان د پرمختګ، امنيت او د افغانانو د ښې راتلونکي په موخه ابتدايي خبرې شوې دي.
همداراز حامد کرزي هم وويل، چې له طالب مشرانو سره يې پر اساسي مسايلو اوږدې خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبره، دا خبرې په ډېره ښه فضا کې شوې، چې د افغانانو د امنيت، د نظام جوړېدل او د نظام څرنګوالي په هکله وې.
کرزي زياته کړه، چې تېرو دوو ورځو کې يې له طالبانو سره د ښوونې، حقونو او په ځانګړې توګه د خلکو د امنيت او ارامتیا په هکله خبرې کړې دي. نوموړی وايي، له دې خبرو راضي او خوشال دی.
د پخواني ولسمشر په خبره، هيلهمن دی چې دا ناستې به پايلې ولري، خلکو ته د منلو وړ نظام رامنځته شي او د هېواد امنيت به ټينګ شي.
له بلې خوا عبدالله عبدالله وویل، چې هېوادوال د خپلواکۍ د نمانځلو په ورځ له ځانګړي وضعيت سره مخ دي او هيلې او اندېښنې لري.
د نوموړي په خبره، افغانستان به هغه وخت يوموټی، متحد او يولاس وي، چې خلک يې په متحدانه توګه خپل برخليک وټاکي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس زياته کړه، د هېواد له پخواني او اوسني تاريخ څخه بايد زدهکړه وشي او افغانستان دننه او بهر په سوله کې واوسي.
د هغه په خبره، خلک غواړي سوله ټينګه، حقونه او ازادۍ يې تامين شي.
له هېواده د اشرف غني تر وتلو وروسته، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدين حکمتيار د همغږۍ شورا جوړه کړه. محمد اشرف غني په سولهییزه توګه د واک د انتقال په موخه د دغې شورا ملاتړ کړی دی.