قضا مازدیګر و، لږ مخکې جګړه درېدلې وه د کلي ځوانان یو یو په وېره له کوره راوتل، ماشومان خو لا له وېرې له خونو نه و راوتلي، ګل مکۍ چې د کور یوازینۍ پېغله وه د خپلو کوچنیو وروڼو په پرتله له جګړې او د ډزو له غږونو ډېره وېرېده. کله به چې د ډزو غږ شو هغې به سملاسي پخلنځي ته منډه کړه او تر هغه به نه راوتله ترڅو به چې ښه کراري نه وه شوې. په دې مازدیګر هم سخته جګړه وشوه ګل مکۍ د پخوا په شان ډېره وېرېدلې وه او په پخلنځي کې د اوړو د کندو ترشا پټه وېرېدلې ناسته وه، مور او کوچني وروڼه یې هم ترڅنګ ناست وو. کله چې د ډزو غږ ودرېد جګړه کراره شوه د ګل مکۍ مور لور ته مخ ورواړاوه او ورته وې ویل: لورکۍ ورشه د ماښام ډوډۍ تیاره کړه اوس خو جګړه درېدلې ده بیا به ناوخته شي. ګل مکۍ په داسې حال کې چې وېرېدلې وه زړه نازړه له خونې ووته د کور په مخکې د ترکارۍ پالیز ته ورغله چې تازه سابه راوشکوي. خو په دې وخت کې یې د ماښام اذان ترغوږونو شو له ځان سره یې وویل لومړی باید لمونځ وکړم بیا به کټو بارکړم. ګل مکۍ لومړی د کور ترمخ ویاله کې اودس وکړ کوټې ته ولاړه په بیړه یې د ماښام لمونځ وکړ. هغې لا لمونځ یې نه و بشپړ کړی چې مور یې غږ پرې وکړ ګل مکۍ و ګل مکۍ چېرته ورکه شوې کټو خو دې نه ده بار کړې. هغې چې سلام وګرځاوه، زر یې ځواب ورکړ مورې لمونځ مې وکړ اوس دستي ځم ډوډۍ تیاروم.
ـ لورکۍ زر کوه چې بیا ماشومانو ته خوب ورځي.
ـ سمه ده دا دي اوس کټو باروم.
ګل مکۍ د اوبو سلطل وسره واخیست چې له ویالې اوبه راوړي خو لومړی له ویالې تېره شوه دوې پخې سرې مڼې یې له ونې راوشکولې په پوله ورته کیناسته او یوه مڼه یې زرزر وخوړه، په بېړه پاڅېده، سلطل یې له اوبو ډک کړ او بله مڼه یې په لاس کې ورسره واخیسته. ناڅاپه یې یو وېروونکی غږ تر غوږ شو له ځان سره یې ووېل دا د هاوان د ګولۍ غږ دی لکه چې بیا جګړه پیل شوه په بیړه یې د کور په لور منډه کړه څو ګامه یې لا نه وو اخیستي چې یو درز شو د کور مخې ته د ونو په منځ کې توره لوخړه پورته شوه له وڼو پاڼې او مڼې راتویې شوې په یوه شېبه هرې خوا ته چوپه چوپتیا خپره شوه. د ګل مکۍ مور چې په کوټه کې له خپلو ماشومانو سره ناسته وه، ډېره ووېرېده نارې کړې ګل مکۍ چېرته یې څه شوې هله جګړه پیل شوه، خو د ګل مکۍ غږ یې وانه ورېده، په بیړه له کوټې راووته څو ځله یې بیا نارې کړې، د ګل مکۍ غږ یې وانه ورېده، د انګړ د دروازې په لور یې منډه کړه، خو کله چې د انګړ دروازې ته نږدې شوه ګوري چې یوې خوا ته د اوبو تش سطل او یوه مڼه پرته ده، لږ لېرې یې ګل مکۍ د وڼو په پاڼو، خاورو او دوړو پټه ترسترګو شوه چې ښکلي ویښتان یې خواره واره پراته دي.
مور یې نارې کړې لکه چې بوره شوم لورې څنګه شوې او سر یې پر خپل زنګون کېښود خو ځوانیمرګې ګل مکۍ د مور په غېږ کې یوازې دوې وروستۍ سلګۍ وکړې او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې.