افغانستان په اسیا کې پنځم هېواد شو چې قرغزستان ته د پنځه پر درې ګولونو په توپیر ماتې ورکولو سره یې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته لاره پېدا کړه. د افغان فوټسال ملي لوبډلې دا بریا بیا د پخوانیو سیاسي مشرانو او چارواکو په ګډون د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوې ده. هغوی ویلي چې دا لوبډله په دود او باروتو کې راپورته شوه او له دولتي ملاتړ پرته یې بریا خپله کړه داسې چې په خبره یې، ان د بېرته راتګ لپاره وطن نه لري. له دې وړاندې د افغان لوبډلې ایراني روزونکي ویلي و: «اسیا باید باور وکړي چې په فوټسال کې د افغانستان په نوم یو ځواک شته.» ټاکل شوې چې د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د ازبکستان په کوربتوب وشي او افغانستان به په خپلو ګروپي لوبو کې له انګولا، کرواسي، فرانسې، هالنډ او تاجکستان سره مخامخ شي.
افغان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې د تایلنډ په بنکاک ښار کې له قرغزي لوبډلې سره لوبه درلوده چې سیالې لوبډلې ته یې د پنځه پر درې ګولونو په توپير ماتې ورکړه. دا لوبه یکشنبه د غويي پر ۹مه وشوه.
افغان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو لومړۍ لوبه له بحرین سره وکړه او سیاله لوبډله یې درې په دوه ماته کړه. دویمه لوبه یې له کویټ سره وه چې مساوي شوه. په دې لوبه کې د افغانستان او کویټ ترمنځ د لوبې مساوي کېدو له امله د ګولونو توپیر د مخکښې لوبډلې لپاره پرېکړه کوونکي و چې افغانستان د غوره ګولونو په توپیر بل پړاو ته لار ومونده.
دا لومړی ځل دی چې افغان فوټسال ملي لوبډله نړیوال جام ته لاره مومي. پر دې سربېره، په لومړي ځل د اسیا ملتونو جام سیالو ته هم ورغلې وه. د دې سیالیو په ګروپي لوبو کې افغانستان له ایرانه درې په یو ماتې وخوړه، بحرین ته یې درې په دوه ماتې ورکړه او له کویټ سره یې بیا لوبه مساوي شوه.
د ۲۰۲۴ اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالۍ د وري په ۲۹مه د تایلنډ په بنکاک کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پېل شوې. افغانستان، ایران، بحرین او کویټ لوبډلې په D ګروپ کې وې. افغان فوټسال ملي لوبډله مخکې له دې چې د اسیا ملتونو جام سیالو کې ګډون وکړي، د ایران په مشهد او تهران کې یې ۴۵ ورځې تمرینات وکړل. دغه راز، ۱۰ ورځې یې په لبنان او یوه اوونۍ یې په تایلنډ کې تمریناتي لوبې کړې دي.
د افغان لوبډلې روزونکی مجید مرتضايي ویلي چې لوبغاړو بریا ته د رسېدو لپاره ډېرې هلې ځلې او خولې توې کړې دي. نوموړي هیله ښودلی چې په نړیوال جام کې به هم د افغانستان ښه استازولي وکړي.
دغه راز، د فوټسال ملي لوبډلې کېپټان مهدي نوروزي ویلي د ځان پرتله د افغانانو خوشالۍ ته خوښ دی؛ هغو خلکو ته چې له کلونو جګړو او نښتو وروسته یې پر شونډو موسکا ښکاره شوې ده. نوموړي زیاته کړې: «موږ پوهېږو چې نن به په ټول افغانستان جشنونه جوړېږي. زموږ خلک له پېداېښته په جګړو کې رالوی شوي او موږ وکړای شوای د یوې ورځې یا ان یوه ساعت لپاره خوښي وروبښو.»
دا بریا د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوه او د خلکو په منځ کې یې د خوښۍ څپې راوپارولې. نړیوال جام ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې لار موندلو ته د مخکني حکومت چارواکو او سیاستوالو هم غبرګون ښودلی دی. د ټولنیزو شبکو کارنو هم د دغې بریا نمانځنه کړې ده. په بازارونو کې له دوکاندارانو نیولې بیا د ښوونځيو تر زدهکوونکو ټولو نړیوال جام ته د هېواد فوټسال ملي لوبډلې لار موندل په خوښۍ او اوښکو بدرګه کړې ده.
دغه راز، محمداشرف غني، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، صلاحالدین رباني، احمد مسعود او ځينو نورو پخوانیو چاراکو هم نړیوال جام ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې ورتګ یو تاریخي شېبه بللې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله اېکسپاڼه کې د دغې بریا مبارکي ورکړې؛ خو له دغې لوبډلې سره یې د همکارۍ او ملاتړ په موخه کومه ژمنه کړې نه ده.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل له دې بریا د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د دغې لوبډلې لوبغاړو د خپلو مېندو له دعاوو پرته کوم ملاتړ نه درلود. نوموړي په اېکسپاڼه کې لیکلي: «دوی له خاورو راپورته شول، په پوره جذبې او پولادي مورال د لوبې ډګر ته ښکته شول، نه یې ملاتړ او نه یې هم کوم مرسته کوونکی درلود، یوازې د مېندو دعاوې ورسره وې.»
ورته مهال، د هېواد اوسېدونکو هم ویلي چې افغان فوټسال ملي لوبډله دولت نه لري چې ملا یې وتړي او ان له بریا وروسته نه شي کولای خپل هېواد ته راستانه شي. هغوی ویلي چې دا بریا له خوښۍ او خپګان دواړه سره مله وه.
د پخوانۍ ولسي جرګې د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس احمد شعیب فطري لیکلي چې کله افغان فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لار ومونده په وینا یې، له غم او ښادۍ دواړه سره مخ شوه.
لیکوال او شاعر کاوه جبران لیکلي: «تاسې فکر وکړئ د هېواد فوټسال ملي لوبډله له بریا وروسته داسې هېواد ته ځي چې هلته کډوال دي، له دې لویه بدمرغي شته؟»
کیسه لیکوونکې حمیرا قادري لیکلي: «له ټولو هغو سیاسي خپګانونو او حقارت وروسته، یوازې لوبې دي چې زموږ د خاورې زړه یې خوشاله کړی دی.»
اسدا بودا لیکلي: «د نړۍ حیرانوونکی خبر، د کډوالو فوټسال لوبډلې لوبه وګټله او نړیوال جام ته یې لار وموندله.» نوموړي زیاته کړې: «فوټسال لوبډله د کارګرو او کډوالو لوبډله ده. ښايي چې ډېری لوبغاړي یې په سختو او ستړیو کارونو بوخت وي. موږ د کډوالو کارګرانو له خوا د دې کوچنۍ خوښۍ پوروړې یو. دا د کیسې مثبت اړخ دی.»
د ازادو سیالیو لوبغاړو عبدالعظیم بدخشي او باز محمد مبارز، د کرېکټ ملي لوبډلې ستورو محمد نبي او راشد خان، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر ترهکي او ځينو نورو پېژندل شویو لوبغاړو نړیوال جام ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې د ورتګ مبارکي ویلي ده.
ورته مهال، افغان پېژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې نړیوال جام سیالو ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې د ورتګ خبر په اورېدو یې چیغه وتلې ده. نوموړي لیکلي: «کله چې ما دا مبارک خبر واورېد، په دومره لوړ غږ مې چیغې کړې چې زموږ وړه پیشوګۍ چې د سهار له ډوډۍ خوړلو وروسته د المارۍ پر سر ارامه ویده کېږي، له ډاره لاندې راولوېده.» ښاغلي دریا د دغې لوبډلې کمو اسانتیاوو او نه پاملرنې ته په اشارې ویلي: «زموږ لوبډلې نه اسانتیاوې لرلې او نه بودیجه! دا بریا یې یوازې په خپلو خولو، باور او ټينګې ارادې په مټ ترلاسه کړې ده. هیله ده له دې لوبډلې میلیوني ملاتړ ښکاره کړئ.»
د هېواد یو شمېر اوسېدونکو هم د دې لوبډلې د بریا لاملونه یاد کړې دي. دوی د فوټسال ملي لوبډلې له مالي ملاتړي او مشر روزونکي مننه کړې ده.
ورځپاڼه لیکوونکي وحید پیمان لیکلي چې د افغان فوټسال ملي لوبډلې بریا یو پټ لوری هم لري. د نوموړي په خبره، هغه کس چې د دې لوبډلې مالي ملاتړ یې کړی او لوبغاړو ته یې تمریناتي کمپونه جوړ کړې دي، نصیر صداقت نومېږي. ښاغلي پیمان د دغې لوبډلې د مالي ملاتړي نوم له اخیستلو وروسته لیکلي: «له ایراني روزونکي سره یې قرارداد وکړ، ملي لوبډله یې له دولتي مدیریته بهر کړه او په ایران کې یې د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو ته ورزشي لوبغالي په واک کې ورکړل.»
له بلې خوا، نړیوال جام ته له ورتګ وروسته د افغان لوبغاړو د خوښۍ شیبې په پراخه کچه په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي.
د یادونې ده چې د فوټسال نړیوال جام سیالۍ لسم پړاو د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۴مه د ازبکستان په کوربتوب پېلېږي. په دې لوبو کې به ۲۴ لوبډلې برخه ولري.