۸صبح، کابل: په کابل کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست جګپوړی ډيپلومات سېد نبي نبیل له څلور ورځني بند وروسته خوشې کړی دی.
سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې منلې چې سېد نبي نبیل دوشنبه د غويي پر ۱۰مه له غرمې وروسته د طالبانو استخباراتو له څلويښتم ریاست څخه ازاد شوی دی.
نوموړی د غويي پر ۷مه د کابل ښار ۱۵مې حوزې اړوند د مسعود ښارګوټي په سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی و.
نوموړی چې د جمعیت ګوند غړی هم دی، تر اوسه یې د نیولو لامل څرګند نه دی.
سيد نبي نبيل د تخار د فرخار ولسوالۍ د سنګاتش کلي اصلي اوسېدونکی دی او د تېر حکومت پرمهال په کويټ او سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارتونو مرستيال و.
هغه په لومړي مقاومت کې احمدشاه مسعود نږدې کس و او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې په بهرنیو چارو وزارت کې دنده لرله او کابل ښار کې یې ژوند کاوه.
د يادونې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ راوروسته د پخواني حکومت یو شمېر سرتېري نيولي، بنديان او شکنجه کړي او ان په ځينو پېښو کې يې وژلي دي.
طالبانو بیا په وار وار دا ډول ادعاوې رد کړې دي.