د مرکزي سیلو رییس عتیق الله بیقرار له ۸صبح سره په خبرو کې وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د ډوډۍ پخولو په دوو داشونو کې د ډوډۍ د تولید کار پیل شي. مرکزي سیلو ۶۵ کاله مخکې فعالیت پيل کړی و.
پخوا له دغې فابریکې د ډوډۍ پخولو او د دولتي ادارو او پوهنتونونو ته یې د وېشلو لپاره کار اخیستل کېده.
په لومړي سر کې د سیلو فعالیت د شل زره ټنه غنمو د زېرمه کولو په ظرفیت او یوې ژرندې سره پيل شو.
دغې فابریکې په هغه وخت کې په څلرویشتو ساعتونو کې د ۶۰ تر ۹۰ ټنه اوړو د تولید په ظرفیت سره فعالیت کاوه.
په سیلو کې د ۵۲،۷ ټنه ډوډۍ، ناشتا او کلچو د تولید په ظرفیت سره یوې دستګاه هم فعالیت درلود.
د عتیق الله بیقرار په وینا، مرکزي سیلو تصدۍ له ۳۱۷۱ کال مخکې په کال کې ۴۳۰۰ میلیونه افغانۍ عاید درلود چې ۵۰۰ میلیونه یې د فابریکې ګټه وه او سل میلیونه افغانۍ د دولت حساب ته لېږدول کېدې. اوس ددغې تصدۍ کلني عواید له ۳۷ میلیونه افغانیو نه زیاتېږي.
د ویلو ده چې مرکزي سیلو د فعالیت له پيله او تر کورنیو جګړو مخکې دوه زره کارکوونکي لرل؛ خو اوس دا شمېر ۱۳۳ تنو ته راکم شوی دی.