۸صبح، بلخ: په بلخ ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان ادعا کوي چې دې ډلې ازبکستان ته د ۱۴۸ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه نیولې ده.
د بلخ ولايت د ګمرک رئیس موسى کليم الله د وږي په ٤مه، ویلي چې دغه اندازه نشه يي توکي د حيرتان بندر څخه ترلاسه شوي دي.
د هغه په وينا، ترلاسه شوي نشه يي توکي په ٤١ کارتنونو کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وو او ټاکل شوې وه چې د يوه پاکستاني شرکت له لورې ازبکستان ته ولېږدول شي.
طالبانو د يادې اندازې نشه يي توکو د قاچاق په تور د پاکستاني شرکت د نيول کېدو او نوم په اړه څه نه دي ويلي.
د ازبکستان پوله ساتو ځواکونو د روان کال د ثور په ۱۶مه هم اعلان کړی و چې د حیرتان-سرخان سیند په پوله کې یې د میتامفیتامین یو لوی بار کشف کړی دی.
دغه بار چې ارزښت یې ۷۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، له افغانستان څخه وړل شوی و او ټاکل شوې وه چې د انارو د جوس په کڅوړو کې ازبکستان ته دننه شي.
یوه اونۍ وروسته د هند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې هم اعلان کړی و، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو په ګډو عملياتو کې د نشه يي توکو يوه ستره کڅوړه چې له افغانستان څخه هند ته وړل کېده، کشف کړې ده.
د دې ادارې چارواکو په یوه خبري غونډه کې اعلان کړی و، چې دا تر اوسه په هند کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر بار کشف شوی او د میتامفیتامین د قاچاق په تړاو یې یو پاکستانی وګړی نیولی دی.
له کوم وخت راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې بیاځلې واک ترلاسه کړی، په وار وار یې ادعا کړې چې د دوحې د تړون پر بنسټ به د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره پرېکنده چلند وکړي.
خو د خپلواکو بنسټونو د موندنو له مخې، په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید نه یوازې دا چې کم شوی نه دی، بلکې زیات شوی چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګڼې اندېښنې یې راپارولي دي.