۸صبح، کابل: د «مینې ولس» ناول لیکوالې الیف شافاک د افغانستان هزاره ګان «تر څار لاندې لږکي» بللي او «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» کمپاین سره یو ځای شوه.
شافاک یکشنبه د تلې پر لسمه نېټه پر خپله انسټاګرامپاڼه د یوه پيغام په خپرولو پر کاج ښوونیز مرکز د یوې قرباني مرضیې په اړه د ښځو پروړاندې د ښځو او هزاره وو د سیستماتیک توپیري چلند په تړاو لیکلي دي.
هغې مرضیې ته په اشارې لیکلي، چې هغه په دوو سطحو کې د هزاره والي او ښځې والي له امله له توپیري چلند سره مخ شوې ده.
دغې ترکۍ لیکوالې د مرضیې په اړه لیکلي: «د هغې په اړه فکر نه شم کولای. د هغې کیسې شریکه کړئ او غږ یې پورته کړئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې د تازه شمېرو له مخې د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته کاروونکو «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» تر نوم لاندې یو کمپاین په لار اچولی او په ټویټر کې دغه هشټګ نن تر ۴۵۰ زره زیات شو.
د ټویټر کاروونکو په دغه هشټګ سره افغانستان کې د هزاره وو پروړاندې د تاوتریخوالي د پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.