۸صبح، کابل: له ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو د ښځو د منع کولو لپاره د طالبانو د نوي فرمان د صادرېدو پروړاندې د غبرګونونو په دوام ترکۍ لیکوالې الیف شافاک د طالبانو دغه اقدام وېروونکی بللی دی.
اغلې شافاک چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه پر خپلې انسټاګرام پاڼې د یوه پیغام په خپرولو ویلي، چې دا پېښه د ښځو د حقونو لپاره یوه زړه بوږنوونکې شېبه ده.
هغې زیاته کړې: «نن طالبانو افغان مېرمنې په پوهنتونونو کې له زدهکړو منع کړې. اوسمهال ډېری افغان نجونې له منځنیو زدهکړو هم بېبرخې دي، دا وېروونکی، دوهګونی او ظالمانه چلند دی.»
دغې ترکۍ لیکوالې زیاته کړې: «زړه مې دردېږي، نړیواله ټولنه نه شي کولای افغان نجونې او ښځې خوشې کړي.»
هغې همداراز څرګنده کړې، چې دغه محدودیت په کم عمر د ودونو د زیاتېدو لامل وګرځي او په همدې توګه به میلیونونه ښځې څنډې ته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه فرمان کې د پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو د موسسو دروازې د نجونو پرمخ تړلې دي. سربېره پر دې نن راپور راورسېد چې طالبانو لومړنیو ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو ته د نجونو د دننه کېدو د ممنوعیت اقدام هم کړی دی.