د نورستان ولایت په مرکز پارون او لرې پرتو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۵ سلنه ماشومان زدهکړو ته لاسرسی نه لري او د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره یې درنو کارونو ته مخه کړې ده.
نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولان وايي، د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې پرمټ یې څه باندې درې زره ماشومانو ته چې تر دې وړاندې پر درنو کارونو بوخت وو، د لومړنیو زدهکړو او لوبو لسګونه دوستانه ټولګي جوړ کړي دي.
په دغو دوستانه ټولګیو کې پر زدهکړو او تفریح بوخت ماشومان که څه هم د یادو ټولګیو پر جوړېدو خوښ دي؛ خو غوښتنه کوي چې د دغو ټولګیو شمېر دې زیات او دوامدار ه شي.
نورستان کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې په مالي همکارۍ یې هغو ماشومانو ته چې تر دې وړاندې له خپلو کورنیو سره پر درنو کارونو بوخت وو او له زدهکړو پاتې وو، د زدهکړو او تفریح په موخه دوستانه ټولګي جوړ کړي.
د یاد ریاست طالب مسوولان وايي، هڅه کوي هغو ماشومانو ته هم د زدهکړو او دوستانه ټولګیو زمینه برابره کړي چې په کم عمرۍ کې له خپلو کورنیو سره یو ځای پر درنو کارونو بوخت وي.
د نورستان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنیزو چارو طالب امر عبدالجلیل وویل: «تقریباً ۴۵ فیصده ماشومان نورستان کې له خپلو میندو او پلرونو سره په ځمکو کې درانه کارونه کوي، له ځنګلونو لرګي راوړي، په مالدارۍ بوخت دي او ډېر یې له زدهکړو هم محروم دي چې زمونږ د اټکلي حساب له مخې ۴۵ فیصده ماشومان هم کم عمره نجونې او هم کم عمره هلکان په درنو کارونو بوخت دي.»
په ورته وخت کې د واک مرستندویه ادارې مسوولان وايي، د نورستان په مرکز پارون او اته واړه ولسوالیو کې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو لپاره یې ۸۰ شپږ میاشتني دوستانه محلونه او د زدهکړو ټولګي جوړ کړي.
دوی وايي، یادو ماشومانو ته یې د زدهکړو ترڅنګ د هغوی کورنیو ته د ۳۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې رغنیزې پروژې هم پلي کړي چې زرګونه کسان ترې په مستقیم ډول ګټه اخلي.
نورستان کې د یادې موسېسې استازی خالد حقل وايي: «د واک موسسې په دې برنامه کې ۳ زره او ۵۰۰ ماشومانو ته دوستانه محلونه جوړ شوي او شاوخوا ۶۰ زره مستقیم ګټه اخېستوونکي لري چې د ۳۳ مېلیونه افغانیو بودیجې په مصرف سره په شپږو میاشتو کې بشپړېږي.»
په دغو ټولګیو کې د زدهکوونکو ښوونکې وايي، په دوستانه ټولګیو کې پر زدهکړو د بوختو ماشومانو رواني حالت رغېدلی چې د هغوی د ښې راتلونکې لپاره ښه زېری یادوي.
د یادو ټولګیو ښوونکې ذکیه زیاتوي: «شاقه کاره ماشومان هره ورځ دلته راځي، ډېر په ارامۍ سره درس وايي، هر مضمون کې، هغه که ریاضي ده، دیني درسونه دي یا نور دي، خو له پخواني حالته وتلي او استعداد یې مخ په غوړېدا دی.»
په دغو جوړو شویو دوستانه ټولګیو کې پر زدهکړو او تفرېحي لوبو بوخت ماشومان وايي، له خپل برخلیک خبر نه وو او هره ورځ به یې په ملا ماتوونکو کارونو پیلوله او خوښ دي، چې اوس له درنو کارونو را ګرځول شوي.
دغه ماشومان پر مرستندویه ادارو غږ کوي چې د دا ډول برنامو د دوام ترڅنګ دې د هغوی د کورنیو مالي ملاتړ وکړي، ترڅو په راتلونکې کې د شاقه کارونو پر ځای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د یادو ټولګیو ۱۳ کلن زده کوونکي ابراهیم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ مخکې په کوڅو کې بې ځایه ګرځېدو، پټیو او ځنګلونو کې مو سخت کار کاوه، اوس دلته درس وایو او خپل راتلونکې لپاره خواري کوو، ترڅو راتلونکی کې ډاکټران او انجینران شو.»
نورستان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې کرنیزې ځمکې په کې کمې او خلکو ته د کار روزګار زمینه هم په نشت حساب ده چې له امله یې د خلکو اقتصادي حالت کمزوری او اړ شوي، د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره خپل کوچني اولادونه درنو کارونو کارونو ته واستوي.
د نورستان خلک وايي، له لسیزو راهیسې یې د اولادونو زدهکړو او په دغه ولایت کې د خلکو د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د پام وړ کار نه دی شوی او پر طالبانو هم نیوکه کوي چې له دوی سره یې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.