ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ځايي خلک شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بېکارۍ او غربت له کبله سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د یادو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې روان کوچني اختر ته د خوراکي توکو د اخیستو وس نه لري.
ختیځ مېشتي زیاتوي، له یوه لوري د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو پراخې څپې او له بل لوري د خوراکي توکو لوړې بیې د دې لامل شوي چې له دوی د اختر خوشالي واخلي.
دوی زیاتوي چې د خوراکي توکو ترڅنګ یې خپلو کورنیو ته د اختر کالي هم نه دي کړي او هره ورځ ترې خپل اولادونه کالي غواړي؛ خو دوی یې پر وړاندې بې ځوابه دي.
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵ کلن اجمل چې جلالاباد ښار ته د ورځنۍ مزدورۍ د پیدا کېدو په موخه راغلی وايي، له یوه لوري د کار روزګار نشتوالي او غربت اندېښنو سره مخ کړی او له بل لوري راتلونکي کوچني اختر لپاره د خوراکي توکو اخېستو ته حیران دی.
دی وايي، له کله راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ښه ورځ یې نه ده لیدلې او هره ورځ خپلې کورنۍ ته د خوراکي توکو د اخېستو لپاره هرې خوا منډې وهي؛ خو په وینا یې هېڅ ځای نه نیسي.
دی زیاتوي چې د کوچني اخترلپاره یې خپلو اولادونو ته نه جامې کړي او نه هم د اختریزو خوراکي توکو اخېستو توان لري.
اجمل وايي چې بچیان یې هره ورځ د اختر جامې او خوراکي توکي غواړي؛ خو دی د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله هغوی ته ځواب نه لري.
نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «هره ورځ د جلالاباد ښار مخابراتو او تالاشۍ چوک ترمنځ سړک ته راځم، چې چېرته به کار پیدا شي او خپلو بچیانو ته به جامې او د اختر سودا واخلم؛ خو نه کار شته، نه پیسې شته، بل مشکل دا دی، چې سوداګانې هم اسمان سره خبرې کوي، غریب یې هېڅ وس نه لري، بچیان مې هره ورځ رانه جامې غواړي؛ خو زه ورته نن او سبا کوم او دا دی اختر را ورسېد نه مې ورته جامې واخېستلی شوې او نه د اختر سودا لپاره راسره پیسې دي، تېر نظام کې ښه وو لږ لږ کار پیدا کېده ټکه پکه سودا به مې کور ته وړله؛ خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.»
په ورته وخت کې ۴۰ کلن حمیدالله چې د لغمان له الینګار ولسوالۍ د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار ته د اختریزو خوراکي توکو په موخه راغلی وايي، د تېر په پرتله د خوراکي توکو په نرخونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او پرته له سودا اخېستو بېرته کور ته روان دی.
دی زیاتوي، چې طالبان پر بازار کنټرول نه لري او هټۍ وال له خپلې خوښې سره سم سودا پلوري.
نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «ما ځان سره درې زره افغانۍ راوړې وې، چې د اختر سودا به واخلم، خو نرخونه ډېر جیګ وو، چې سوچ مې وکړ سودا نیمايي هم پرې نه کېدله؛ بېرته مې څادر ته ټک ورکړ او روان یم کور ته، د نرخونو کنټرول نشته، ښاروالۍ والا هسې تش په خولې خبرې کوي، چې دا مو وکړل او هغه مو وکړل.»
ورته مهال، د کونړ اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د طالبانو د ناغېړۍ له کبله تر بل هر وخت د خوراکي توکو، لباسونو اوبدلو او نورو برخو کې بیې لوړې شوي، چې له خلکو یې د اختر خوشالي هېره کړې.
سیمهییز خلک وايي، د روژې په میاشت کې یې ډېر کله په نهاره روژه نیولې او ماښام یې د ګاونډیانو په مرسته له وچې ډوډۍ او اوبو سره روژه ماتی کړی او د کار روزګار د نشتوالي له کبله یې د عادي خوراکي توکو د پېرلو توان هم نه درلود.
دوی زیاتوي، اندېښمن دي چې د اختر په ورځو کې به خپلو بچیانو ته څه ځواب ورکوي.
د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکی احسان الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «قسم د الله تعالی په ذات چې مونږ د روژې په میاشت کې له نیمايي په زیاتو روژو کې د پېشنمي ډوډۍ نه ده خوړلې، یوازې اوبه مو څښلي او ماښام بیا راته ګاونډیانو وچه ډوډۍ او لږه ترکاري رالېږله په هغې به مو روژه ماتی کاوه، چې هغه هم راته نه بس کېده، په نیمه خېټه مو ډوډۍ خوړله، اوس دا دی اختر هم راغی، نه مې بچیان جامې لري، نه د اختر لپاره د سودا اخېستو وس لرم؛ ځکه پیسې راسره نشته، خلک اختر ته خوشاله وي؛ خو مونږ خفه یو ځکه د کوم څه د اخېستو وس نه لرو.»
په همدې حال کې د نورستان ځايي خلک هم د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي او په خبره یې چې راتلوونکي اختر ته د توکو د پېرلو توان یې له لاسه ورکړی.
نورستان مېشتي د خوراکي توکو د نرخونو کنټرول په برخه کې د طالبانو خبرې هم نمایشي یادوي.
۸صبح ورځپاڼې هڅه وکړه چې د ختیځ مېشتو د شکایتونو او ستونزو په تړاو د جلالاباد، اسعداباد، مهترلام او پارون ښارونو د ښاروالیو له مسوولینو سره هم خبرې وکړي؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېکارۍ، بېوزلۍ، غربت او اقتصادي ستونزو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي او د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې یوازې د روژې په میاشت کې ګڼو کسانو د غربت له کبله ځانوژنې هم کړې دي.