۸صبح، نورستان: په نورستان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې د درنو ورښتونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له کبله د برګمټال، کامدېش، منډول او دواب ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
په نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس مولوي احمدنبي عادل وايي چې دا لارې دوشنبه د وري پر ۲۷مه له سهار راهیسې د تګراتګ پرمخ تړلې دي.
نوموړی زیاتوي چې د پرانېستلو لپاره یې هڅې پېل شوي او په خبره یې، ډېر ژر به پرانېستل شي.
بل پلوه، د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دغو لارو د تړلو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له طالبانو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې وروستیو ورښتونو درانه زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ننګرهار کې سېلابونو دوه ماشومان مړه او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.