۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان یوې مسوولې سمیرا حمیدي ویلي، چې د ملکي وګړو د وژنې مخنیوی اقداماتو ته اړتیا لري نه غندلو ته.
حمیدي نن پنجشنبه د غويي پر لومړۍ په یوه ټویټ کې لیکلي: «موږ د نړیوالې ټولنې چټکو اقداماتو ته اړتیا لرو، تر څو د خلکو د خوندیتوب په برخه کې د طالبانو بې کفایتي په جدي توګه وڅېړي.»
د بښنې د نړیوال سازمان د دغې مسوولې په وینا: «د افغان ملکي وګړو په تېره بیا هزاره وروڼو او خویندو وژنه باید ودرول شي.»
هغې دا بریدونه د «هزاره ګانو نسل وژنه» بللې او د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
له دې مخکې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي، په کابل کې د ایران سفارت، د پاکستان لومړي وزیر، مقاومت جبهې، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو هم دا برید غندلی دی.
ځینو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې په مزارشریف کې د هزاره وګړو پر جومات له بریده ۵۰ مړي او څه باندې ۱۰۰ ټپیان د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د بلخ په حوزوي روغتون کې سرچینو تایید کړې وه، چې په دغه روغتون کې څه باندې ۳۰ مړه او ۸۰ ټپيان ثبت شوي دي.
داعش د مزارشریف پر سه دکان جومات د برید مسوولیت اخیستی او ادعا یې کړې، چې څه دپاسه ۱۰۰ تنه یې وژلي دي.